د متحده ایالاتو وېزې او استوګنه
آیا تاسو د متحده ایالاتو وېزو او استوګنې په اړه معلوماتو ته اړتیا لرئ؟ د ګرین کارتونو او مختلف ډوله وېزو په اړه ځان خبرول. د وېزو د شرایطو او د متحده ایالاتو د لاټرۍ د وېزو په اړه ولولئ. له کورنۍ سره بیا یو ځای کېدل او د دولتي لګښت د مسئلو په اړه معلومات پیداکړئ.
د متحده ایالاتو د وېزو لپاره لارښوونې: ډولونه او شرایط
د متحده ایالاتو د وېزو لپاره لارښوونې: ډولونه او شرایط
آیا تاسو غواړئ متحده ایالاتو ته راشئ؟ آیا تاسو په متحده ایالاتو کې یاست او آیا تاسو اړتیا لرئ خپل د وېزې حالت بدل کړئ؟ تاسو کېدای شي د متحده ایالاتو وېزې ته اړتیا ولرئ. د بېلابېلو ډولونو په اړه یې ولولئ، د خپل ځان لپاره یې غوره یوه وټاکئ، او د غوښتنلیک په اړه یې ځان خبر کړئ.
په دې اړه نور زده کړئپه متحده ایالاتو کې د ګرين کارت پروسې په اړه معلومات ترلاسه کړئ
په متحده ایالاتو کې د ګرين کارت پروسې په اړه معلومات ترلاسه کړئ
ګرين کارت چې (په رسمي ډول د دایمي اوسېدونکي د کارت په نوم یادیږي) تاسو ته دا اجازه درکوي چې په متحده ایالاتو کې په دایمي ډول ژوند او کار وکړئ. په دې پاڼه کې، که تاسو د ګرین کارت لپاره وړ یاست، د ګرین کارت لپاره د غوښتنلیک مرحلې ، د پروسس وختونه، د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره ګرین کارتونه ، د کډوالۍ له درغلیو څخه مخنیوی، او ستاسو د ګرین کارت په اړه د نورو ګټورو معلوماتو څخه ځان خبرولی شئ.
په دې اړه نور زده کړئمتحده ایالاتو ته د کورنۍ کډوالي
متحده ایالاتو ته د کورنۍ کډوالي
که تاسو د متحده ایالاتو تبعه یاست یا دلته دایمي اوسیدونکی یاست، کولی شئ چې د خپلې کورنۍ د ځينو غړو لپاره د بلنې غوښتنه وکړئ ترڅو متحده ایالاتو ته راشئ او له تاسو سره یوځای شي. د کورنۍ د کډوالۍ دا پروسه له کورنۍ سره د بیا یوځای کېدو په نوم یادیږي.
په دې اړه نور زده کړئد دولتي لګښتونو قانون څرنګه کولی شي پر ګرین کارتونو، وېزو، د هغې پر غزولو او د حالت پر بدلون اغېز وکړي.
د دولتي لګښتونو قانون څرنګه کولی شي پر ګرین کارتونو، وېزو، د هغې پر غزولو او د حالت پر بدلون اغېز وکړي.
آیا تاسو د متحده ایالاتو د وېزو، یوې وېزې پر غزولو، شين کارت یا د حالت د بدلون لپاره غوښتنه کوئ؟ دا پاڼه به له تاسو سره د دولتي لګښتونو د قانون په پوهیدو کې مرسته وکړي.
په دې اړه نور زده کړئد DV لاټرۍ په اړه ستاسو لپاره لارښوونې (د توپيري کډوال د وېزې برنامه)
د DV لاټرۍ په اړه ستاسو لپاره لارښوونې (د توپيري کډوال د وېزې برنامه)
د توپيري کډوال د وېزې برنامې ته د DV لاټري، د وېزې لاټري یا د ګرین کارت لاټري هم ویل کیږي. هر کال له ۱۹۹۵ څخه تر ۲۰۲۰ پورې، متحده ایالاتو د دې برنامې له لارې ۵۰۰۰۰ وېزې ورکوي. په ۲۰۲۱ کې به، ۵۵۰۰۰ وېزې ورکړل شي. خلک د وېزې په لاټرۍ کې د تصادفي ټاکنې (د چانس پر اساس) غوره کیږي. که تاسو یوه وېزه ترلاسه کړئ، کولی شئ په متحده ایالاتو کې ژوند، کار، او زده کړې وکړئ. له ۵ کلونو وروسته، تاسو کولی شئ د تابعیت لپاره غوښتنه وکړئ.
په دې اړه نور زده کړئ