کډوال او پناه غوښتونکي کولی شي متحده ایالاتو ته له دوی سره د یوځای کېدو لپاره د خپلي کورنۍ د ځینو غړو د راوستلوغوښتنه وکړي. د کورنۍ سره د بیا یوځای کېدو برنامې بېلابېل ډولونه ويېژنئ، چې I-730 غوښتنلیک، د اړیکې سند (AOR)، I-130 غوښتنلیک، د کورنۍ هغه غړي چې تاسو یې نه شئ رابللی، پروسه څومره وخت نیسي، او د غوښتنلیک په پروسه کې څنګه مرسته ترلاسه کولی شئ. پکې شاملیږي.

له کورنۍ سره بیا یو ځای کېدل څه ډول پروسه ده؟
کډوال او پناه غوښتونکي له کورنۍ سره د بیا یو ځای کېدو امتيازاتو ته لاسرسی لري.
لاندې معلومات د CLINIC قانوني کډوالو/پناه غوښتنوکو له کورنۍ سره د بیا یو ځای کېدو لارښود (اړیکه) او USCIS څخه اخيستل شوي دي. یو اېس اې هېلو قانوني خدمات نه چمتو کوي او په دې پاڼه کې شته معلومات هم د قانوني مشورې په توګه نه شي کارول کېدای. دا مهمه ده چې د ځایی کډوالو د بیا میشتیدنې دفتر یا د قانوني خدماتو له دفترونو څخه مرسته وغواړئ.
د کورنۍ د غړو د رابللو لپاره د غوښتني درې اصلي لارې شته. لاندې هره خانه له دې دریو لارو څخه یوه څرګندوي:
غوښتنلیک | I-730 د کډوالۍ/پناه غوښتني اړوند غوښتنلیک د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدماتو (USCIS) سره ثبت شوی دی |
څوک کولی شي غوښتنلیک ولېږي | هغه کډوال چې په متحده ایالاتو کې یې له ۲ کلونو څخه کم وخت کېږي پناه غوښتونکی چې په ۲ کالو کې دننه پناه ورکړل شوي وي یواځې هغه اشخاص چې د کډوال/پناه غوښتونکي په توګه پېژندل شوي وي، کولی شي په مستقيمه توګه دا غوښتنه وکړي – چې دا د اساسي غوښتونکي په نوم هم یادیږي. که تاسو د داسي شخص د خپلوان په توګه راغلي ياست چې هغه ستاسو لپاره غوښتنليک لېږلی وي، کېدای شي تاسو یې مستحق و نه اوسئ. د بیا میشتېدو د ادارې یا قانوني استازي سره وګورئ. |
د کورنۍ غړي | خاوند/مېرمن (تاسو باید په متحده ایالاتو کې د کډوال یا پناه غوښتونکي حیثیت د ترلاسه کولو دمخه واده کړی وي. کېدای شي تاسو یواځې د یوې مېرمنې لپاره غوښتنه وکړئ) . ناواده شوي ماشومان چې د مور او پلار د کډوالۍ د غوښتنلیک يا پناه غوښتني پر مهال يې عمر له ۲۱ کالو څخه کم وو. کېدای شي په دې کې هغه ماشومان چې د اولاد په توګه منل شوي وي، ناسکه اولادونه او ځینې نورې کتګورۍ هم شاملي شي. کېدای شي د کورنۍ غړي د باندې یا هم په متحده ایالاتو کې وي. د کورنۍ غړي اړ نه دي چې خپله د کډوالۍ ادعا ثابته کړي. |
امتيازات | د کورنۍ غړي چې د تصویب شوي I-730 غوښتنلیک له لارې متحده ایالاتو ته راځي د کډوال يا پناه غوښتونکې په توګه پیژندل کیږي. دوی د نورو کډوالو په څېر د ورته خدماتو او امتيازاتو څخه برخمن دي (پرته له دې چې دوی د همدې فورمې له لارې د کورنۍ د نورو غړو لپاره غوښتنه نه شي کولی) . |
فیسونه | د I-730 فورمې د بشپړولو لپاره هېڅ ډول فیس نه شته. کېدای شي ستاسو څخه غوښتنه وشي چې د قانوني خدماتو چمتو کوونکي شخص ته یو کوچنی اندازه فیس ورکړئ ترڅو هغه ستاسو سره په غوښتنلیک کې مرسته وکړي. |
نور معلومات | د I-730 کورنۍ سره د بیا یوځای کېدو برنامه ډېر امتيازات لري خو د غوښتنلیک پر مخ بېول یې ډېر وخت نیسي. دا یو ښه نظر دی چې څومره ژر کېدای شي بايد دا پروسه پیل کړئ. |
څنګه کولی شئ غوښتنلیک ولېږئ | دDOJ عدليې وزارت يو منل شوي استازی او د کډوالۍ وکیل کولی شي له تاسو سره د I-730 غوښتنلیک په بشپړولو کې مرسته وکړي. دا یو ښه نظر دی چې د خپل غوښتنلیک د بشپړولو لپاره ستاسو په ټولنه کې د کډوالو میشتیدنې له دفتر څخه د مرجع په توګه د قانوني مرستي غوښتنه وکړئ. د دې غوښتنلیک لپاره د مرستي غوښتنه به له تاسو سره مرسته وکړي ترڅو ډاډه شئ چې دا فورمه په سمه توګه بشپړه شوې او تاسو به د بریا غوره چانس ولرئ. په داسې حال کې چې د قانوني خدماتو ځینې وړاندې کوونکي کېدای شي په دې برخه کې د مرستې لپاره یو کوچنۍ اندازه فیس واخلي، خو دا فيس باید ډېر زیات نه وي. که د غوښتنليک د دوسیې د جوړولو لپاره يو څوک له تاسو څخه زياتي پيسې غواړي، تاسو باید بل ځای د مرستې غوښتنه وکړئ. یوه غیر انتفاعي قانوني مرسته پیداکړئ. د نورو معلوماتو لپاره د USCIS وېب پاڼه وګورئ. |
غوښتنلیک | د اړیکو سند (AOR) |
څوک کولی شي غوښتنلیک ولېږي | هغه کډوال چې له ۵ کلونو څخه لږ وخت کېږي چې په متحده ايالاتو کې اوسېږي هغه پناه غوښتونکي چې د ۵ کلونو په ترڅ کې یې پناه اخیستې وي |
د کورنۍ غړي | مېرمن/خاوند (تاسو باید په متحده ایالاتو کې د کډوال یا پناه غوښتونکي په توګه له منل کېدو مخکې واده کړی وي، کېدای شي تاسو یواځې د یوې مېرمنې لپاره غوښتنه وکړئ) . له ۲۱ کالو څخه د کم عمر لرونکي ناواده شوي ماشومان. کېدای شي په دې کې هغه ماشومان چې د اولاد په توګه منل شوي وي، ناسکه اولادونه او ځینې نورې کتګورۍ هم شاملي شي. والدین په بهر کې د کډوالۍ وضعیت ته په کتو ددوی د خپلې ادعا له مخې بايد کورنۍ غړي ثبت شوي کډوال وي. د کورنۍ غړي باید د غوښتنليک لېږونکي سره د DNA ازموینې له لاري خپلې اړیکې ثابتي کړي. |
امتيازات | د کورنۍ غړي چې د قبول شوي AOR غوښتنلیک له لارې متحده ایالاتو ته راځي د کډوال یا پناه اخیستونکي په توګه ګڼل کیږي او د يو کډوال په توګه دوی د ټولو خدماتو او امتيازاتو څخه برخمن کیږي. |
فیسونه | د AOR فورمې د بشپړولو لپاره هېڅ ډول فیس نه شته. په هر حال، تاسو به په بهر کې د DNA د ازموینو د بشپړولو د لګښت مسؤل یاست ترڅو د ماشومانو او/یا والدینو سره خپلوي تایید کړئ. |
نور معلومات | هرکال، هغه هېوادونه چې د AOR لپاره وړ ګڼل کیږي توپیر کوي. تاسو باید د تازه معلوماتو لپاره د کډوالو میشتېدني له ځايي دفتر سره معلومات وکړئ. د AOR برنامه ډېر متيازات لري خو د پروسس کولو لپاره ډېر وخت نیسي. دا یو ښه نظر دی چې څومره ژر کېدای شي بايد دا پروسه پیل کړئ. تاسو کولی شئ د AOR او I-730 دواړو فورمو کار پر يوه وخت پيل کړئ. |
غوښتنلیک | د ليري خپلوانو لپاره I-130 غوښتنليک د USCIS سره ثبت دی |
څوک کولی شي غوښتنلیک ولېږي | قانوني دایمي اوسیدونکي ( ګرين کارت لرونکي) د متحده ایالاتو اتباع که تاسو د کډوال یا پناه غوښتونکي په توګه راغلي یاست او د I-730 یا AOR دوسیې د جوړولو وروستۍ نېټه مو له لاسه ورکړې وي او تاسو اوس ګرين کارت لرئ (قانوني دایمي اوسیدونکی) ياست، یا تاسو د متحده ایالاتو اتباع یاست، کولی شئ د I-130 فورمه ثبت کړئ. دا د کډوال/پناه غوښتونکي ځانګړی امتياز نه دی. |
د کورنۍ غړي | که تاسو خپل ګرين کارت لرئ، کولی شئ د لاندینیو کسانو لپاره غوښتنه وکړئ: – خاوند/مېرمن – ناواده شوی ماشوم که تاسو د متحده ایالاتو اتباع یاست، کولی شئ د لاندینیو کسانو لپاره غوښتنه وکړئ: – خاوند/مېرمن – ناواده یا واده شوی ماشوم – والدین – وروڼه خویندې |
امتيازات | د کورنۍ غړي چې د قبول شوي I-130 غوښتنلیک له لارې متحده ایالاتو ته راځي د هېڅ کډوال/پناه غوښتونکي د خدماتو یا امتيازاتو مستحق نه دي. |
فیسونه | د USCIS له لارې د نوم لیکنې لپاره فيس شته (چې اوسمهال ۵۳۵ امريکايي ډالره دی) او تاسو به د غوښتنلیک د بشپړولو په پروسه کې د قانوني خدماتو د مرستې ترلاسه کولو لپاره اضافه فیس هم ورکوئ. |
نور معلومات | د خپل غوښتنلیک لپاره غیر انتفاعي قانوني مرسته ترلاسه کړئ. نور معلومات د USCIS په وېب پاڼه کې کتلی شئ. |
د کورنۍ هغه غړي چې تاسو نه شئ کولی متحده ایالاتو ته يې د راغوښتلو لپاره غوښتنليک واستوئ.
دا مهمه ده چې له يو قانوني استازي سره خبرې وکړئ ترڅو ستاسو د ځانګړي قضیې په بیاکتنه کې درسره مرسته وکړي. په هر حال، په ډېری قضیو کې د کورنۍ لاندینې غړي د هېڅ ډول غوښتنلیک له لارې نه شي کولی له کورنۍ سره یو ځای شي:
- نيکه
- لمسیان
- تره یا ترور (ستاسو د پلار ورور یا خور)
- ورېره یا وراره (ستاسو د ورور یا خور ماشومان)
- د تره زامن (ستاسو د مور او پلار د وروڼو او خويندو ماشومان)
- د وکالتي واده له مخې مېړه یا ښځه (داسي واده چې خاوند یا مېرمن یا دواړه کسان په فزیکي ډول شتون پکې و نه لري).
- هره هغه اړيکه چې ریښتنې نه وي (درغلي پکې وي). د یو خپلوان په اړه ناسم معلومات ورکول يا داسي ښودل چې ګني زما نږدې دوست دی، يوه جدي ستونزه ده.
دا پروسه څومره وخت نیسي؟
د دې غوښتنلیکونو پروسس کولو وختونه ډېر توپیر لري. تاسو کولی شئ په دې اړه د USCIS وېب پاڼه وګورئ او/یا د تازه معلوماتو لپاره له قانوني استازي څخه پوښتنه وکړئ. ځینې غوښتنلیکونه کېدای شي په څو میاشتو کې پر مخ یوړل شي، خو دا امکان هم شته چې ستاسو د خپلوانو تر راتګ پوري دا پروسه څو کاله وخت ونیسي. دا یو ښه نظر دی چې څومره ژر کېدای شي د خپل غوښتنليک کار راپيل کړئ.
د خپل غوښتنلیک لپاره څنګه کولی شم مرسته ترلاسه کړم؟
که تاسو د رارسېدلو/پناه ورکولو له وخت څخه د ۲ کالو په موده کې دننه د کډوال یا پناه غوښتونکي په توګه ثبت شوي ياست، کولی شئ د I-730 او/یا AOR فورمې د ثبتولو په پروسه کې د مرستې لپاره خپل د کډوالۍ ځایي دفتر ته ورشئ. دوی کېدای شي په خپل دفتر کې قانوني کارکوونکي ولري يا کېدای شي تاسو یوې بلې داسي غیر انتفاعي موسسې ته راجع کړي چې له تاسو سره مرسته وکولی شي. دوی د غوښتنليک د ثبتولو لپاره هېڅ فيس نه اخلي.
که تاسو د دې فورمو د بشپړولو لپاره وروستۍ نېټه او وخت له لاسه ورکړې وي، بيا نو ښه خبره داده چې په دې اړه د بیا میشتیدني له دفتر سره وګورئ. په ځینو مواردو کې کېدای شي تاسو د بشر پالنې د خوندیتوب ځانګړې دوسیه هم ثبت کړئ.
که تاسو د قانوني دایمي اوسیدونکي یا د متحده ایالاتو د اتباع په توګه د I-130 فورمه دوسیه ثبتوئ، کولی شئ د خپل غوښتنلیک لپاره د يو باوري استازي یا د کډوالۍ له يوه وکیل څخه مرسته وغواړئ.
د خدماتو چمتو کوونکی چې د متحده ایالاتو له لوري د عدلیې وزارت (د DOJ اعتبار لرونکی استازی) په توګه پېژندل کېږي، کېدای شي یوه غیر انتفاعي اداره وي. د دوی فیس باید مناسب وي. دا په دې معنا ده چې د دوی فيس به د شخصي وکیل څخه کښته وي او کېدای شي ستاسو د عاید پراساس وي. تاسو کولی شئ د کډوالۍ بل وکیل هم وکاروئ.
دا مهمه ده چې تاسو د داسي چا سره کار وکړئ چې هغه یو منل شوی استازی یا د کډوالۍ وکیل وي. که يو چا د کډوالۍ قانون نه وي لوستی، حتی که يوڅارنوال هم وي، کېدای شي له تاسو سره به په سمه توګه د مرستي کولو لپاره چمتو نه شي. د هغه خلکو لکه “غوښتنلیک لیکونکو” په اړه باخبره اوسئ چې رسمي اعتبار و نه لري، حتی که هغوی ستاسو په ټولنه کې د ښه سړي په توګه هم پېژندل کېږي. کېدای شي دوی له تاسو سره د مرستي وړانديز وکړي، خو که دوی په دې پروسه په بشپړ ډول نه پوهیږي، د دوی يوه تېروتنه د دې سبب کېدای شي چې ستاسو د کورنۍ غړي د راتګ څخه پاتي شي.
چېرې کولی شم ارزانه قانوني خدمات ترلاسه کړم؟
تاسو کولی شئ د قانوني مرستې د موندلو لپاره لاندې سرچینې وکاروئ:
- ImmigrationLawHelp.org د ارزانه قانوني خدماتو د ملي ادارو لېست دی.
- د عدلیې وزارت د هغو سازمانونو د موندلو لپاره د لټون مناسبه نقشه لري چې د ياد وزارت DOJ له لوري پیژندل شوي وي.
- د امریکایي کډوالو د وکیلانو ټولنه د هغه وکیلانو لېست دی چې د کډوالۍ په قانون کې تخصص لري.
په دې پاڼه کې راټول شوي معلومات د CLINIC قانوني کډوالو/پناه غوښتنوکو د کورنۍ د بیا یوځای کېدو لارښود، USCIS او نورو باوري سرچینو څخه په لاس راځي. دا معلومات د لارښوونې په توګه دي او د امکان ترحده وخت پر وخت نوي کیږي. یو اېس اې هېلو نه خپله قانوني مشوره ورکوي، او نه هم بايد زموږ مواد د قانوني مشورې په توګه وکارول شي. که تاسو د وړیا، یا لږ لګښت اخيستونکي وکیل، یا قانوني مرستې په لټه کې یاست، موږ کولی شو دوړیا او لږ لګښت قانوني خدماتو په موندلو کې له تاسو سره مرسته وکړو.