روغتیا
په متحده ایالاتو کې د روغتیا او روغتیايي پاملرنې په اړه ځان پوه کول اړين دي. د لویانو او ماشومانو لپاره د ډاکټرانو او درملو په اړه ډېر څه زده کړئ. د سالم او روغ پاتې کیدو لارې چاري ومومئ او رواني روغتیايي ملاتړ ترلاسه کړئ. د روغتیايي بیمې اړوند د خپلو انتخابونو په هکله ځان خبر کړئ.
کويډ-19: واکسین او معلومات
کويډ-19: واکسین او معلومات
د کويډ-19 واکسین په اړه ډېر څه زده کړئ. د کډوالو لپاره د واکسین د اړتیاوو په اړه معلومات ترلاسه کړئ. د ماشومانو لپاره د تقويتي ډوز او واکسین په اړه ډېر څه ولولئ. داچې د کرونا وبا په جریان کې د تبعیضي چلند پر وړاندي څنګه چلند وکړئ، په اړه يې لارښوونې ومومئ.
ډاکټران او درمل
ډاکټران او درمل
ایا تاسو غواړئ ډاکټر ته لاړ شئ؟ ایا ستاسو ماشومان طبي خدماتو ته اړتیا لري؟ دا زده کړئ چې څنګه ډاکټر ومومئ او درمل ترلاسه کړئ. د ماشومانو لپاره د واکسین په اړه معلومات ترلاسه کړئ. د خپل ډاکټر سره د لیدو لپاره چمتو اوسئ او په دې ځان پوه کړئ چې د ملاقات پر مهال بايد د څه شي تمه ولرئ.
روغ پاتې کیدل
روغ پاتې کیدل
ډېر داسي څه شته چې په ترسره کولو سره يې تاسو روغ او سالم پاتې کیدای شئ. دا زده کړئ چې روغتیايي بیمه څنګه کولای شي د روغتيايي پاملرنې لپاره د پيسو په تاديه کولو کې ستاسو مرسته وکړي. د صحي خوړو او روغتيايي اړيکو په اړه معلومات ولولئ. د ناروغیو د مخنیوي لاري چاري ومومئ.
رواني روغتیا
رواني روغتیا
رواني روغتیا ستاسو پر فکر او احساس اغېزه کوي. د هغو عواطفو او احساساتو په اړه ځان پوه کړئ چې متحده ايالاتو ته راغلي ځینې کډوال او مهاجر ورسره مخ کېږي. دا چې کوم شيان ستاسو سره مرسته کولای شي، په اړه يې ډېر څه ولولئ. د رواني روغتیايي خدماتو موندلو یا د رواني ډاکټر سره د لیدلو په اړه معلومات ترلاسه کړئ.