د رواني روغتیا سرچینې او خدمات
په متحده ایالاتو کې رواني روغتیا د خلکو لپاره مهمه ده. رواني روغتیا ستاسو پر فکر او احساس اغیزه کوي. د هغو عواطفو او احساساتو په اړه ځان پوه کړئ چې متحده ايالاتو ته راغلي ځینې کډوال او مهاجر ورسره مخ کېږي. دا چې کوم شيان ستاسو سره مرسته کولای شي، په اړه يې ډېر څه ولولئ. د رواني روغتیايي خدماتو موندلو یا د رواني ډاکټر سره د لیدلو په اړه معلومات ترلاسه کړئ.
رواني روغتیا څه شی ده؟
رواني روغتیا څه شی ده؟
رواني روغتیا ستاسو پر فکر او احساس اغیزه کوي. د رواني روغتیايي ستونزو او د بېلابېلو رواني ناروغيو په اړه ډېر څه زده کړئ. د رواني روغتیا او رواني ناروغيو په اړه پوهاوی به ستاسو سره دا مرسته وکړي چې په دې پوه شئ چې په هغه صورت کې که تاسو یا یو بل څوک چې تاسو يې پیژنئ د رواني روغتیايي ستونزو سره مخ شي بايد څه وکړئ.
نور ولولئرواني روغتیايي خدماتو او مرستې ته څنګه لاسرسی پيدا کولای شئ
رواني روغتیايي خدماتو او مرستې ته څنګه لاسرسی پيدا کولای شئ
په متحده ایالاتو کې د خلکو لپاره دا ډېره عامه ده چې د رواني روغتیا د خدماتي مرکزونو او مسلکي اشخاصو څخه مرسته او درملنه ترلاسه کړي. هیڅوک باید د ځان او یا د کورنۍ د غړي لپاره د درملنې په موندلو کې شرم يا ویره ونه کړي. ډاکټران او نور طبي متخصصین د رواني روغتیايي پاملرنې بېلابېل خدمات چمتو کوي. د مختلفو ډاکټرانو او درملنې په اړه ډېر څه زده کړئ. دا معلومه کړئ چې رواني روغتیايي خدمات بايد چيري ترلاسه کړئ.
نور ولولئکلتوري ګوزار
کلتوري ګوزار
څنګه چې تاسو غواړئ د نوي کلتور سره ځان عادت کړئ، تاسو ممکن د داسي بېلابېلو وختونو څخه تېر شئ چې په هغه کې به تاسو بېل او مختلف احساس کوئ. ددې پروسې یوه برخه د “کلتوري ګوزار” په نوم پیژندل کیږي. د کلتوري ګوزار په اړه پوهیدل به ستاسو سره دا مرسته وکړي چې مختلف احساسات ومنئ او ددې احساساتو سره ځان عادت کېدل به درته اسانه کړي.
نور ولولئد ټروما يا صدمې-وروسته فشاري اختلال (PTSD)
د ټروما يا صدمې-وروسته فشاري اختلال (PTSD)
د ټروما يا صدمې-وروسته فشاري اختلال په لنډ ډول د PTSD په نوم یادیږي. PTSD د ناوړه یا فشار لرونکو پیښو د واقع کېدو پر مهال رواني او عاطفي تاثيرات رامینځ ته کوي. د ټروما يا صدمې-وروسته فشاري اختلال په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.
نور ولولئ