ایا تاسو غواړئ په متحده ایالاتو کې د موټر چلولو اجازه ولرئ؟ د موټر چلوونکو لپاره د لارښود په اړه ډېر څه زدکړئ. په خپله ژبه کې د موټر چلووني لارښود د ډاونلوډولو لپاره پر لاندې عکسونو باندې کلیک وکړئ. دليل السائق (عربي), Վարորդի ձեռնարկ (ارمني), 驾驶员手册 (چينايي), دفترچه راهنمای راننده (فارسي), Manuel du conducteur (فرانسوي), 運転マニュアル (جاپاني), Karen, សៀវភៅណែនាំស្ដីពីការបើកបរ (خمير), Tiếng Việt (ويټنامي) , ਪੰਜਾਬੀ (Punjabi) ,हिन्दी (هندي), 운전자 설명서 (کوريايي), चालकलाई मार्गनिर्देशिका (نيپالي), د موټر چلوونکي لاسي کتاب (پښتو), Руководство для водителя (روسي), Manual del conductor (هسپانوي) او Buuga darawalnimada (سوماليايي).

د موټر چلولو لارښود څه شی دی؟
د موټر چلولو لارښود یو کوچنی کتاب دی چې د موټر چلولو د طريقې او لاروچارو په اړه معلومات پکې شته. په دې لارښود کې د موټر چلولو قوانين تشریح شوي او تاسو د موټر چلولو ازموینې لپاره چمتو کوي. دا يو کوچنی کتابګوټی دی چې د عراده جاتو څانګي له لوري په وړیا ډول وېشل کېږي دا لارښود د DMV په نوم هم پیژندل کیږي. په متحده ایالاتو کې هر ایالت د موټر چلولو ځانګړی لارښود کتاب لري.
د متحده ایالاتو د موټر چلولو ژباړل شوی لارښود کتاب
ستاسو په ژبه ژباړل شوې د موټر چلولو دا رساله به ستاسو سره دا مرسته وکړي چي د موټر چلولو د ازمويني لپاره خپل ځان چمتو کړئ. په ډیرو ایالتونو کې تاسو کولای شئ چې په خپله مورنۍ ژبه ازموینه ورکړئ. په ځينو ایالتونو کې تاسو باید دا ازموینه په انګلیسي ژبه ورکړئ.
مهم: دا لارښود کتاب ستاسو د ايالت لپاره ځانګړی شوی نه دي او کېدای شي معلومات يې زاړه وي. دا لارښووني به ستاسو سره د ترافيکي قوانينو په مطالعه کې مرسته وکړي مګر باید یوازې د مرستې په توګه وکارول شي ځکه کېدای شي ځینې قوانین ستاسو په ایالت کې توپیر ولري. تاسو به د خپل ايالت د موټر چلولو رسمي لارښود ته هم اړتیا ولرئ.
د موټر چلولو د لارښود کتاب لیدو لپاره په لاندې عکسونو کې یو کلیک کړئ. تاسو کولای شئ دا لارښود په انلاین ډول ولولئ، او يا يې خپل کمپیوټر یا ګرځنده موبايل ته ډاونلوډ کړئ.