د افغان کډوالو قانوني حالت او د ګټي اخیستو وړ وړاندیزونه

د افغانانو اړوند د قانوني حالت ډولونه

د افغانستان اتباع د آمریکا په متحده آیالتونو کي د کډوالي په بیلا بیلو قانوني مرحلو کي کرار لري. په همدې اساس ښایي تاسو هم دې ته اړ شي چي د متحده آیالتونو د دایمي او قانوني حالت تر لاسه کولو لپاره نور قانوني اسناد جمع کړئ. 

د دغه حالتونو د بیلا بیلو مرحلو په اړه لاندي معلومات تر لاسه کړئ.

  • د بشردوستانه پیرول لرونکي چي «SIV» ته پر شرایطو برابر دي
  • د بشردوستانه پیرول لرونکي چي «SIV» ته پر شرایطو برابر نه دي
  • د کډوالي ځانګړي ویزو یا «SIV» لرونکي
  • د مؤقت خوندي حالت یا «Temporary Protected Status – TPS»  لرونکي
  • پناه خوښتونکي
  • کډوال

تاسو کولای شي په یو وخت کي تر یوه نه زیات د لوړ ذکر شوي قانوني حالتونو لپاره درخواست وکړئ. د پناه غوښتني او یا مؤقت خونديتوب درخواست به ستاسو د «SIV» پروسه د ځنډ سره مخ نه کړي.

دا مهمه ده چي د کډوالو چارو د یو وکیل یا هم رسمي استازي څخه قانوني مشوره تر لاسه کړئ. تاسو کولای شي « د افغان قانوني ملاتړ د پروژې» یا «PALA» له لارې مرسته و موندئ. 

د بشردوستانه پیرول لرونکي چي «SIV» ته پر شرایطو برابر دي

که چيری تاسو د بشردوستانه پیرول لرونکي یاست او پر هغه باندي د «Operation Allies Refuge – OAR» یا «متحدینو ته د پناه ورکولو عملیات» ټاپه لګیدلې وي خو یو تائید سوې «I-360» فورمه آمریکا ته داخلیدو په وخت کي نه وه در سره موجده، ستاسو موقف یا حالت مؤقتي دی. دا حالت یوازي د دوو کلونو لپاره د عتبار وړ دی. د آمریکا په متحده آیالتونو کي د پاته کیدو لپاره تاسو باید لاس په کار سي.

که چيری تاسو د آمریکا متحده آیالتونو د دولت سره مستقیم یا د قراردادي په توګه او یا هم د سوله ساتو ځواکونو «ISAF» سره لږ تر لږه یو کال کار کړي وي، تاسو د «SIV» پروسې ته غوښتنلیک استولای شي.

د «SIV» لرونکي چي د «SI/SQ» ټاپه لري

کله چي تاسو د «SIV» «I-360» منل سوې فورمه تر لاسه کړي، تاسو کولای سي د «Form I-485» په واسطه ګرین کارډ ته درخواست وکړئ.

د پشردوستانه پیرول لرونکي چي «SIV» ته پر شرایطو نه دي برابر

که چيری تاسو د بشردوستانه پیرول لرونکي یاست او پر هغه باندي د «OAR» یا «متحدینو ته د پناه ورکولو عملیات» ټاپه لګیدلې وي، ستاسو حالت مؤقتي دی. که چيری تاسو د «SIV» پروګرام پر شرایطو نه یاست برابر، تاسو باید د یو بل حالت تائیدي ولرئ تر څو ګرین کارډ تر لاسه کړي. ډیر هغه افغانان چي په دغه حالت کي کرار لري، تر ټولو غوره لاره دا ده چي پناه یا «Asylum» ته درخواست وکړي.

پناه اخیستل

که چيری تاسو دې ته مجبوره شوي واست چي افغانستان ترک کړي تر څو د ځوروني څخه ځان وژغورئی په داسي حال کي چي تاسو «SIV» او یا هم کوم بل قانوني مهاجرتي حالت نه لري، تاسو پناه غوښتني ته پر شرایطو برابر یاست. د پناه اخیستلو درخواست کول یو اوږده پروسه ده. 

تاسو باید آمریکا ته د راتګ د یو کال په دننه کي خپل غوښتنلیک و سپارئ. ښایی دغه یو کلني ضرب الاجل «ټاکلې مودې» څخه استثنا و اوسی په دې شرط چي د پیرول د ویزې د وخت د ختمیدو تر مخه درخواست وکړئ.

دلته زده کړئ چي څنګه پناه اخیستلو ته درخواست وکړئ

(https://www.youtube.com/watch?v=GXL_oR1psVI&feature=youtu.be)

کله چي ستاسو د پناه اخیستلو درخواست و منل شي، په هغه صورت کي تاسو نورو ځانګړو مرستو ته پر شرایطو برابریږي. تاسو کولای شي د پناه اخیستلو د کیس د منل کیدو څخه یو کال وروسته ګرین کارډ ته درخواست وکړئ.

کډوال

کله چي تاسو متحده آیالتونو ته د کډوال په توګه داخل شي، تاسو کولای شي خپل د راتګ څخه یو کال وروسته و ګرین کارډ ته درخواست وکړئ. ستاسو د ځای پر ځای کولو سیمیزه اداره یا اجنسي کولای شي تاسو ته د قانوني مرستې او غوښتنلیک په برابرولو کي زمینه مسائیده کړي.

مؤقت خوندي حالت «TPS»

مؤقت خوندي حالت یا «TPS» تاسو ته د آمریکا په متحده آیالتونو کي د موقت وخت لپاره د پاته کیدو اجازه در کوي. تاسو کولای شي د مؤقت خوندي حالت د بل قانوني حالت تر څنګ ولري. که چيری تاسو یوازي مؤقت خوندي حالت ولرئ، تاسو نه شي کولای ګرین کارډ ته درخواست وکړئ. 

 د افغانستان لپاره د مؤقت خوندي حالت ته ددرخواست  په اړه معلومات. 

که چيری تاسو خپل ادرس تغیر کړي، باید د ۱۰ ورځو په جریان کي د آمریکا د مهاجرینو ادارې یا «USCIS» ته احوال ورکړئ. دا تغیر که د لنډ وخت د پاره هم وي. تاسو کولای شي د آدرس د تغیر لپاره د «USCIS Change Address form» څخه استفاده وکړئ.

د هغو افغانانو لپاره مرستې چي آمریکا متحده آیالتونو ته راځي

تاسو به په نوي ټولنه کي د ځای پر ځای کیدو په برخه کي مرسته تر لاسه کړئ. دلته به دا زده کړئ چي د کډوالو، پناه اخیستنکو، «SIV» لرونکو او بشردوستانه پیرول لرونکو لپاره کوم خدمات موجود دي.

د مؤقت خوندي حالت «TPS» لرونکي و عامه مرستو ته پر شرایطو نه دي برابر.

د فامیل سره یو ځای کیدل

تاسو کولائ شي د خپل میرمن/خاوند یا ماشوم چي عمر یې تر ۲۱ کلونو کم وي، امریکا ته د راوستو لپاره درخواست وکړي. نور معلومات دلته زده کړئ. 

  • د ګرین کارډ لرونکي د «Form I-130» فورمه ډکوي
  • کډوال او پناه غوښتونکي «Form I-730» فورمه ډکوي
  • پیرولي «DS-4317» فورمه ډکوي

اساسي اړتیاو مرسته 

کله چي تاسو د لوموړي ځل لپاره را ورسیږي، ستاسو سره د کور، خوړو، او د آمریکا متحده آیالتونو د کلتور سره د اشنایي، او نورو اساسي اړتیاوو په برخه کي مرسته کیږي. د لومړی ۳۰-۹۰ ورځو پوری دغه مرستي د کډوالو د ځای پر ځای کولو ادارو لخوا د «ښه راغلاست او ځای پر ځای کولو خدماتو» یا «R&P» او د افغانانو د بشردوستانه پيرول مرستندویه پروګرام «APA» له لارې وړاندي کیږي.

دغه خدمات ښایي د یوې کډوالې ادارې یا اجنسي لخوا وړاندي سي او یا هم د ټولني د رضا کارانو له خو.

مجازي خدمات

د افغانانو د ځاي پر ځای کولو او مرستندویه مجازی پروګرام «The Virtual Afghan Placement and Assistance Program – VAPA» مجازي خدمات او ملاتړ و هغو بشردوستانه پیرول لرونکو افغانانو ته وړاندي کوی چي د «APA» پروګرام ته یې لاس رسي نه دی پیدا کړي. 

تاسو کولای سي چي «855-341-5456» ته زنګ ووهي او یا هم [email protected] ته بریښنالیک واستوئ او د یو استازي سره خبري وکړی تر څو دا معلومه کړي چي تاسو پر شرایطو برابر یاست او که نه.

ټولنیز خدمات 

د کډوالو د ځای پر ځای کولو اداره یا «ORR» د وظیفو په موندلو، د کیسونو په تنظیم، د انګلیسي ژبې د زده کړي په برخه کي د کډوالو د ځای پر ځای کولو ادارو او اجنسیانو او یا هم ټولنیز انجوګانو له لارې دوامداره مرسته وړاندي کوي.

دا اوږد مهاله خدمات ځای تر ځایه فرق کوی. خپل سیمیزه ایجنسي پیدا کړي او نور سیمیز خدمات د «FindHello» له لارې و موندی. 

عامه نغدي مرستې

د لوموړي ځل د راتګ سره ښایي تاسو نغدي مرسته تر لاسه کړئ. د نغدي مرستئي اندازه او دا چي د څومره وخت لپاره به یې تر لاسه کوی هغه ستاسو د فامیل د غړو د شمېر، عمر، او په هغه سیمه پوره اړه لري چيری چي تاسو اوسیږئ. کله چي تاسو وظیفه تر لاسه کړي د دغو نغدو پیسو اندازه یا هم کمیږي او یا هم قطع کیږئ. 

په عامه نغدي پروګرام کي لاندي موارد شامیل دی:

  • د «ORR» د کډوالو د نغدي مرسته «د هغو بالغ کسانو لپاره چي ماشومان نه لري»
  • د اړینو کورنیو لپاره موقتي مرسته یا «TANF» چي د هغو کورنیو لپاره ده چي ماشومان لري
  • ضمیميې امنیتی عاید «Supplemental Security Income» د لوړ سین لرونکو، ړندو او معیوبینو لپاره

د امریکا په متحده آیالتونو کي د پیسو د تنظیم په اړه نور معلومات دلته زده کولای سئ.

روغتیايي پاملرنه او روغیتايي بیمه

د آمریکا په متحده آیالتونو کي، ډیر خلک د خپل روغتیایي اړتیاوو لپاره د روغتیايي بیمې له لارې تادیه کوي. د روغتیايي بیمې ډول بیل وی او هغه ستاسو د استوګني په آیالت او حالاتو پورې اړه لري. کله چي تاسو کار پیل کړئ، ښايې روغتیايي بیمه تاسو ته ستاسو د کاری ځاي لخوا تنظیم شي. 

هر کس – که څه هم تاسو بیمه و نه لری – کولای شي د ټولنیز روغتیايي کلینک له لارې روغتیايي خدماتو ته لاس رسي پیدا کړئ. د رایستل شوي افغانانو لپاره د روغتیايي مصارفو د پوښښ اړوند وړاندیزونو په اړه دلته معلومات تر لاسه کولای شئ. 

میاشتنۍ غذايي مرسته

د تغذې ضمیميي مرستندویه پروګرام یا «The Supplemental Nutritional Assistance Program – SNAP» یو دولتي پروګرام دی چي د لارې يې د هغو خلکو د غدايي موادو د رانیولو په برخه کي مرسته کیږي چي په کافی اندازه پیسې نه لري. د کډوالو د ځای پر ځای کولو اجنسی یا اداره کولای شي ستاسو سره و دغه پروګرام ته د درخواست کولو په برخه کي مرسته وکړي.

د دې پروګرام د لارې به تاسو ته د بانک ډیبیټ کارډ ته ورته یو کارډ درکړل شي چي د غذايي موادو په مارکیټونو او دوکانونو کي خوراکي توکي په رانیولای شي. په دغه کارډ کي د پیسو اندازه ستاسو د استوګني په ایالت او ستاسو د فامیل د غړو په شمېر پوری اړه لری. کله چي تاسو وظیفه شروع کړي ښايي د پیسو اندازه را ټیټه شي او یا هم پر مخ بنده شي.

د هغو کورنیو سره مرسته چي ماشومان لري

که چیري تاسو ماشومان ولري، او تاسو په وظیفه کي و اوسیږي، نو په دې صورت کي ښايي تاسو د ماشومانو د پالني په برخه کي مالي مرسته وشي.

ښایي تاسو د ماشومانو په نورو چارو لکه مخکنۍ ښوونځی «Preschool»، د کور لیدلو پروګرام، او د غذايي موادو په برخه کي د لاندي پروګرامونو له لاري مرسته وړاندي شي: 

  • هیډ سټارټ «Head Start»
  • مورنۍ، ماشوم، او د ماشومانو د کور لیدني پروګرام «Maternal, Infant, and Early Childhood Home Visiting Program »
  • ځانګړی تغذیوی پروګرام د ښځو او ماشومانو لپاره «WIC»

د وظیفې موندلو په برخه کي مرسته

داسي پروګرامونه شته چي ستاسو سره د وظیفې په موندلو، د ریزومي یا سی وی «resume» په جوړولو، د انګلیسي ژبي زده کړه او د وظیفې لپاره د روزني په برخه کي مرسته کوي. تاسو کولای شي چي خپل د سیمیز کډوالو دفتر یا اجنسۍ، یا سیمیز پروګرامونو لکه د کاری خدماتو د ریاست څخه مرسته تر لاسه کړي.

د کار د اجازه لیک د تر لاسه کولو او کاري فرصتونو ته د ثبت نام کولو په اړه نور معلومات دلته کتلای شئ. 

د کور/اپارتمان نیولو په برخه کي مرسته

که چيری ستاسو عاید لږ وي، کیدای شي ستاسو سره د دولت لخوا مرسته وشي او ستاسو د کور پیسې د «HUD» یا عامه کورنو د مرستندویه پروګرامونو له خوا در کول کیږي. دغه پروګرامونه خورا اوږده د انتظار لیستونه لري او په هر موقیعت کي بیل وي. د کورنو په اړه نور معلومات دلته کتلای شئ. 

دا مهمه ده چي پوه شئ چي د افغانانو رایستل یوه لویه هڅه ده. په همدې اساس د امریکا متحده آیالتونو کي د ننه د خدماتو بڼه د یو ځای څخه و بل ځای ته فرق کوی.

په دغه پاڼه کي چي کوم معلومات تاسو وینئ هغه د «IRAP U.S. Special Immigrant Visa Program»، «CLINIC»، «Migration Policy Institute – MPI» او «Switchboard TA» څخه را ټول شوي دي. د افغان حالت په قانوني کتني په برخه کي موږ په «CWS» کي د خپل همکارانو څخه منندویه یو. 

دغه پاڼه یوازی د معلوماتو په هدف شریکیږي. USAHello کوم حقوقي مشورې نه وړاندي کوي او نه هم باید دغه معلومات د حقوقي مشورې په توګه و کارول شي. د درخواست کولو لاپاره کوم فیس نشته.