د متحده ایالاتو د کډوالۍ خبرونه او تازه معلومات

د افغانانو لپاره موقتي محافظت اعلان شوي دي

مې 19, 2022

د 2022 کال د مې 20 افغانان کولای شي چې په امریکا کې د TPS افغانستان لپاره درخواست ورکړي. غوښتنلیکونه به د نومبر 20، 2023 پورې ومنل شي.

د اوکراینيانو لپاره د بشردوستانه مېشتېدني پروګرام اعلان شو

اپریل 21, 2022

متحده ایالاتو د “اوکرایین لپاره متحد” پروګرام اعلان کړ. دا پروګرام اوکراینیانو ته اجازه ورکوي چې د بشري خواخوږي له مخې امریکا ته راشي. دا پروګرام تر دوو کلونو پورې په متحده ایالاتو کې اوکراینیانو ته لنډمهاله تحفظ ورکوي.

د کاميرون هيواد اوسېدونکو لپاره لنډمهاله خوندي حالت اعلان شو

اپریل 15, 2022

د کاميرون هيواد خلک چې په متحده ایالاتو کې دي ډیر ژر به وکولای شي د لنډمهاله خوندي وضعيت يا TPS کاميرون پروګرام غوښتنه وکړي. د کورني امنیت ادارې (DHS) دا اعلان د 2022 د اپریل پر 15 نېټه وکړ.

د اوکراینیانو لپاره لنډمهاله خوندي حالت اعلان شو

مارچ 4, 2022

په متحده ایالاتو کې اوکراینیان اوس کولای شي د 2023 کال د اکتوبر تر 19نېټې پورې د لنډمهاله خوندي وضعيت يا TPS اوکراین پروګرام غوښتنه وکړي. د کورني امنیت ریاست (DHS) دا اعلان د 2022 کال د مارچ مياشتي پر 3 نېټه د اوکراين د اوسني وضعیت په ځواب کې وکړ.

د سويلي سوډان لپاره لنډمهاله خوندي حالت يا TPS نور هم تمديدوي او د سوډان نوم ورکړل شوی دی

مارچ 2, 2022

د کورني امنیت ریاست (DHS) د سویلي سوډان لنډمهاله خوندي حالت (TPS) د 18 نورو میاشتو لپاره د 2022 د می مياشتي له 3 نېټې څخه د 2023 کال د نومبر تر 3 نېټې پوري تمدیدوي. همداراز دا پروګرام د 2023 کال د اکتوبر تر 19نېټې پورې د سوډان د لنډمهاله خوندي حالت TPS سوډان په نوم اعلان شو.