شریکول

که تاسو د متحده ایالاتو څخه بهر یاست نو نړیواله مرسته ترلاسه کړئ

ایا تاسو د نړیوالې مرستې په لټه کې یاست؟ د هغو سازمانونو لیست ومومئ چې له متحده ایالاتو څخه بهر د کډوالو سره مرسته کوي. د ملاتړ يا سپانسرشيپ په اړه معلومات ترلاسه کړئ. د افغانانو، اوکراینیانو او هغو کسانو لپاره چې د امریکا-مکسیکو پولې ته نږدې دي د شته سرچینو په اړه معلومات ترلاسه کړئ.

په اساس دي دسمبر 7, 2023

نړیوالې مرستې

USAHello د کډوالو لپاره معلومات، سرچینې، او وړیا آنلاین ټولګي چمتو کوي. موږ نړیوالې مرستې، مستقیم خدمات، قانوني مرستې، یا د سپانسرشيپ خدمات نه وړاندي کوو. که تاسو د متحده ایالاتو څخه بهر یاست، لاندې معلومات موږ ستاسو لپاره راټول کړي دي او هيله لرو چې دا به ستاسو سره مرسته وکړي.

ملاتړ يا سپانسرشيپ

که تاسو د متحده ایالاتو د يو ملاتړي يا سپانسر په لټه کې یاست، نو Welcome Connect خدمات کولای شي ستاسو سره د یو سپانسر په موندلو کې مرسته وکړي. په متحده ایالاتو کې د ملاتړي يا سپانسرشيپ برنامې اوس مهال د کیوبا، هایټي، نیکاراګوا، وینزویلا او اوکراین خلګو لپاره شته.

زموږ په دې لارښود کې لاندي نور معلومات موندلای شئ:

په ټوله نړۍ کې شته سازمانونه

که تاسو د متحده ایالاتو څخه بهر یاست، تاسو کولی شئ د مرستې لپاره نړیوالو او سيمه ایزو سازمانونو ته ورشئ. دا سازمانونه د کډوالو، مهاجرینو او پناه غوښتونکو لپاره سرچینې او ملاتړي خدمات وړاندي کوي.

سازمانخدماتسیمه
UNHCR د کډوالو، پناه غوښتونکو او بې هويته خلګو لپاره د هیواد په کچه د سرچینو لیستپه نړيواله کچه
AMERA Internationalد هیواد په کچه د هغه سازمانونو لیست چې د کډوالو لپاره وړیا قانوني مرستې وړانديز کويپه نړيواله کچه
IRAPد ځینو کډوالو او بې ځایه شویو کسانو لپاره وړیا قانوني مرستې شتهپه نړيواله کچه
Asylum Access
د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره وړیا قانوني مرستهمالیزیا، مکسیکو، تایلینډ
Bolo.pkد حقوقي او ټولنیزو خدماتو په اړه معلوماتپاکستان
Cuenta Nos
د حقوقي او ټولنیزو خدماتو په اړه معلوماتالسلواډور، هونډوراس، ګواتیمالا
Info Pa’lante د حقوقو، قوانینو او خدماتو په اړه معلوماتوینزویلا، کولمبیا
Info Pa’lante Ecuadorد حقوقو، قوانینو او خدماتو په اړه معلوماتاکوادور
ItaliaHello
د کډوالو لپاره معلومات او سرچینېايټاليا
Julisha.infoد کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره معلوماتکينيا
Migrant Helpد پناه غوښتونکو او کډوالو لپاره وړیا مرستندويه خدمات او سرچینېانګلستان
RefAidد کډوالو لپاره سيمه ايز خدمات وګورئاروپا، ترکيه
Refugee.info د کډوالو، پناه غوښتونکو او مهاجرینو لپاره معلوماتبلغاریا، چيک، یونان، هنګري، ایټالیا، سلواکیا
Sheega.infoد کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره د مرستو او خدماتو په اړه معلوماتنايجر
Simaet Bhahthaد حقوقو، قوانینو او خدماتو په اړه معلوماتعراق
Welcome to Canadaد کډوالو او مهاجرینو لپاره وړیا ګرځنده اپلکېشنکاناډا

د متحده ایالاتو – مکسیکو پولې ته نږدې مرسته

که تاسو د متحده ایالاتو – مکسیکو پر پوله یاست، دا سازمانونه ممکن ستاسو سره مرسته وکړي:

پر پوله د پناه غوښتنې په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.

سازمانخدماتد اړيکي معلومات
Albergue del Desiertoپه مکسیکالي کې د ښځو، ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره مرسته+52-68-6554-5364
Albergue La Esperanza د مکسیکو په سیوډاډ جوریز کې د کډوالو لپاره پناه ځای+52-65-6248-8854
Al Otro Ladoپه تیجوانا کې د کډوالو لپاره معلومات او قانوني مرسته+52-66-4208-8994
Casa del Migrante Cd. Juarezد کډوالو لپاره سرپناه، جامې او طبي مرستي +52-65-6687-0676
Casa del Migrante Reynosaد کډوالو لپاره سرپناه، خواړه، جامې او طبي مرستي +52-89-9922-4268 
Casa del Migrante Tijuanaد کډوالو لپاره سرپناه، خواړه، جامې، طبي او قانوني مرستي +52-66-4682-5180
COMARپه مکسیکو کې د کډوالو سره د مرستې لپاره حکومتي دفتر+52-55-5209-8800
Desayunador Salesiano Padre Chavaپه تیجوانا، باجا کیلیفورنیا نورټي کې د کډوالو لپاره سرپناه او خواړه+52-66-4688-2790
Fundación Origenد پناه غوښتنې او قانوني مرستې په لټه کډوالو لپاره د اړيکي شمېره. د اوونۍ 7 ورځي او 24 ساعته شته800-22-54-846
HIAS Mexicoد کډوالو، پناه غوښتونکو او مهاجرینو لپاره وړیا حقوقي خدمات او د رواني روغتیا ملاتړ+52-1-55-4339-0201
InfoDignaد مکسیکو له لارې اوښتونکو کډوالو لپاره معلومات او ملاتړ+52-55-9063-7067
Kino Border Initiativeد کډوالو او مهاجرینو لپاره خواړه، سرپناه، جامې، طبي او قانوني مرستې+1-520-287-2370
IOMد جلا شویو کورنیو لپاره وړیا معلومات او مرستي.+52-55-8897-5395
UNHCR Mexicoد پناه غوښتونکو او کډوالو لپاره سرپناه او سرچینې+52-55-7005-5950

یادونه: که تاسو د مکسیکو څخه تلیفون کوئ، نو تاسو اړتیا نه لرئ چې 52+ ډایل کړئ.

له متحده ايالاتو بهر افغانانو سره مرسته

که تاسو د افغانستان یاست، دا سازمانونه ممکن ستاسو سره مرسته وکړي:

سازمانخدمات
Afghan Evacد هغو افغانانو لپاره معلومات چې اخراج ته اړتیا لري
Awaaz Afghanistan
د مرستې لپاره تليفوني شمېره چې افغانان د معلوماتو او سرچینو سره نښلوي. هره ورځ د سهار له 7:00 بجو څخه د ماښام تر 7:00 بجو پورې شته.
410 ته زنګ ووهئ
Beporsed د افغانانو لپاره د بیا میشتیدنې او ځای پرځای کیدو په اړه معلومات
Exit SOSد بېلابېلو هیوادونو لپاره د ویزې د شرايطو په اړه معلومات
IRAPد هغه افغانانو لپاره سرچینې چې د کډوالۍ د انتخابونو، د کډوالۍ د حالت او يا په متحده ایالاتو کې د پارول وضعيت په لټه کې دي
No One Left Behindد مهاجرت د ځانګړي وېزې يا SIV لرونکو افغانانو او عراقيانو لپاره قانوني مرسته او د بیا میشتیدنې ملاتړ
Project Anarد هغو افغانانو لپاره سرچینې چې هڅه کوي امریکا، کاناډا او انګلستان ته راشي
Refugee Processing Centerد افغانانو، عراقیانو او سوریایانو لپاره د کډوالۍ د ځانګړي وېزې يا SIV او د کډوالو د داخلیدو پروګرام په اړه معلومات
Support for Afghan Financial Empowerment د افغان کورنیو لپاره مالي مرسته او روزنه
UNHCR Afghanistanد کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره مرسته. د اړيکو شمېره په ټولو کاري ورځو کې د سهار له 8:00 بجو څخه تر 4:00 بجو پورې فعاله وي
U.S. Department of Stateد افغانانو لپاره د ځای پر ځای کیدو، د کډوالو د داخلیدو، پناه غوښتنې، د مهاجرت ځانګړي وېزې SIV، پارول او قونسلي خدماتو په اړه معلومات
USCRIد افغان ویزو او بشردوستانه پیرول په اړه معلومات

له متحده ايالاتو بهر د اوکراینیانو لپاره مرسته

که تاسو د اوکراین یاست، دا سازمانونه ممکن ستاسو سره مرسته وکړي:

سازمانخدمات
Caritas
په اوکراین کې د خلګو لپاره خواړه، جامې، رواني ټولنیز او قانوني ملاتړ
European Commission د اروپايي ټولني هیوادونو ته د اوکراینیانو د سفر کولو اړوند معلومات
IOMد اوکراییني کډوالو او مهاجرینو لپاره د معلوماتو او ملاتړ تلیفوني شمېرې
Ministry of Foreign Affairs of Ukraineد هغه اوکراینيانو لپاره د پاسپورټ او وېزې خدمات چې بهر ته سفر کوي
UNHCR Ukraine
د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره مرسته. د اړيکي شمېرې له دوشنبې څخه تر جمعې پورې د سهار له 9:00 بجو څخه د ماځيګر تر 6:00 بجو پورې شته

د +LGBTQ ټولنې لپاره مرسته

که تاسو د +LGBTQ ټولني برخه یاست، دا سازمانونه ممکن ستاسو سره مرسته وکړي:

سازمانخدمات
AMERA Internationalد هیواد په کچه د هغه سازمانونو لیست چې د +LGBTQ خلګو ته مرسته وړاندیز کوي
Rainbow Railroadد +LGTBQI اړوند هغه کسانو لپاره مرسته چې د خپل جنسي تمایل او جنسيتي هویت پراساس ځورول شوي دي
InReach په مکسیکو کې د +LGBTQ خلکو لپاره د قانوني، طبي او ټولنیزو سرچینو لیست

د ژباړي مرسته

که تاسو د شفاهي يا ليکنيزي ژباړې د مرستي په لټه کې یاست، دا سازمانونه وړیا مرسته وړاندې کوي:


ددې پاڼي معلومات له UNHCR نورو باوري سرچینو څخه په لاس راځي. زموږ موخه داده چې د پوهاوي لپاره اسانه معلومات وړاندې کړو چې په منظم ډول تازه کیږي. دا معلومات قانوني مشوره نه ده.

شریکول