شریکول

 د کډوالو شخصي ملاتړ يا سپانسرشپ پروګرام څه شی دی؟

په متحده ایالاتو کې د شخصي سپانسرشپ برنامه د Welcome Corps په نوم یادیږي. دا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یو پروګرام دی چې امریکايي اتباعو او دایمي اوسیدونکو ته اجازه ورکوي چې په داوطلبانه توګه د کډوالو ملاتړ وکړي. ملاتړي کسان او ادارې کولای شي په متحده ایالاتو کې د نوي ژوند د پیلولو لپاره کډوالو ته اړیني مرستې چمتو کړي. د پروسې او اړتیاوو په اړه معلومات ترلاسه کړئ.

په اساس دي فبروري 1, 2024

سپانسرشپ څه شی دی؟

سپانسرشپ په يو نوي هیواد کې د بیا میشتیدنې لپاره د کډوالو د ملاتړ په مانا دی. کډوال کولای شي دا مرستې د بیا میشتیدنې ادارې یا د Welcome Corps شخصي ملاتړ يا سپانسرشپ له لارې ترلاسه کړي.

د کډوالو په غادي بیا میشتیدنه کې د دولت مستقیم ملاتړ شامل دی. دولت د بیا میشتیدنې ادارو له لاري د مالي مرستو، کور او نورو اړینو خدماتو د برابرولو مسولیت په غاړه لري.

په شخصي ملاتړ يا سپانسرشپ کې د ټولنې هغه ډلې شاملې دي چې په داوطلبانه توګه د کډوالو د ملاتړ رول په غاړه اخلي. په متحده ایالاتو کې دا د Welcome Corps برخه ده. شخصي ملاتړ يا سپانسر د کډوالو سره د کور موندلو، د مالي ملاتړ د وړاندیز او په ټولنه کې د کډوالو د ادغام يا یوځای کولو په چارو کې مرسته کوي.

د شخصي سپانسرشپ ډولونه څه دي؟

د Welcome Corps له لارې دوه ډوله ملاتړ يا سپانسرشپ شته:

  • همغږی سپانسرشپ : د ملاتړ يا سپانسر ګروپونو ته یو کډوال یا کورنۍ چې د بیا میشتیدنې لپاره منل شوې وي ټاکل کېږي، پرته له دې چې ددوی سره شخصي اړیکې ولري.
  • نومول شوی سپانسرشپ : ملاتړي يا سپانسر ګروپونه دا انتخاب کوي چې د یو داسي ځانګړي کډوال یا کورنۍ ملاتړ وکړي چې دوی لا له وړاندي په شخصي توګه پیژندلي وي.
شخصي سپانسرشپ د پنځو غړو د یوې ډلې له لارې ترسره کېږي چې د شخصي سپانسر ګروپ (PSG) په نوم یادیږي. هغه سازمان چې د ملاتړ يا سپانسر ډلو ملاتړ کوي د شخصي سپانسر سازمان (PSO) په نوم یادیږي. دا مهمه ده چې په یاد ولرئ چې سازمانونه نه شي کولای تاسو سپانسر کړي.

د هغو کسانو لپاره معلومات چې سپانسرشپ غواړي

د سپانسر کولو شرايط څه دي؟

د Welcome Corps د د وړتیا يوه وسیله وړانديز کوي چې ستاسو سره مرسته کوي چې پوه شئ ايا تاسو په دې برنامه کې یاست که نه.

د دې لپاره چې د داسي چا لخوا سپانسر شئ چې تاسو یې پیژنئ او متحده ایالاتو ته راځئ، نو تاسو باید:

  • د د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري (UNHCR) یا ستاسو د اوسني سيمه ايز حکومت لخوا د 2023 کال د سپټمبر پر 30 یا له دې مخکې د کډوال په توګه راجستر شوي ياست. که تاسو د کیوبا، هایټي، نیکاراګوا، یا وینزویلا څخه راغلي کډوال یاست، بايد ستاسي په استازيتوب د I-134 فورمه د 2023 د سپتمبر له 30مې نېټې څخه مخکې درج شوې وي. تاسو باید د فورمې د ډکولو پر وخت د خپل تابعیت يا اصلي هیواد څخه بهر یاست.
  • اوس مهال د خپل هیواد څخه بهر په هغه هیواد کې ژوند کوئ چې د سپانسرشپ د پروسس لپاره منل شوی هيواد وي.
  • اوس مهال د متحده ایالاتو څخه بهر ژوند کوئ.
  • د 18 کلنۍ څخه پورته ياست، یا د والدينو یا قانوني سرپرست سره یوځای مو قضيه پروسس شي. بې سرپرسته کوچنيان ددې برنامې وړ نه دي.
  • ټولې اړینې مرکې، معاينې او د ارزونې پروسې بشپړي کړئ.
  • په متحده ایالاتو کې د بیا میشتیدنې لپاره د متحده ایالاتو د حکومت لخوا ومنل شئ.
د متحده ایالاتو د قانون له مخې، کډوال هغه څوک دی چې د نژاد، مذهب، قومیت، سیاسي نظر یا د یوې ځانګړې ټولنیزې ډلې د يوې برخي په توګه يې ژوند د خطر سره مخ وي او له خپل هيواد څخه وتلو ته مجبور شوی وي. 

په دې اړه د تابعیت شرط نه شته. تاسو چې د هر هيواد ياست کېدای شي ملاتړ يا سپانسر مو وشي.

څوک ددې برنامې وړ نه دي؟

هغه کسان چې اړوند معیارونه يې نه وي پوره کړي یا په ځینو هغه هیوادونو کې ژوند کوي چې دا مهال ددې برنامې وړ نه دي.

  • که تاسو د 2023 کال د سپتمبر له 30مي نېټې وروسته د کډوالو په توګه راجسټر شوي یاست، نو تاسو د هغه چا لخوا د سپانسر کیدو وړ نه یاست چې تاسو یې پیژنئ. تاسو باید له دې نیټې څخه مخکې په بل هیواد کې د کډوال په توګه راجستر شوي ياست تر څو ددې برنامې مستحق شئ. ځینې خلک اوس په دې پروګرام کې د نوم لیکنې لپاره مختلفو هیوادونو ته ځي. په دې برنامه کې د وړ کیدو لپاره بل هیواد ته مه ځئ. Welcome Corps به ستاسو په استازیتوب غوښتنلیک ونه مني.
  • هغه کډوال چې په ځینو هیوادونو کې ژوند کوي د شخصي سپانسرشپ لپاره وړ نه دي. د دې لپاره ډیری احتمالي دلیلونه شته. د دغه هیوادونو څخه یو کډوال ممکن لاهم ددې برنامې مستحق وي که چیرې دوی اوس مهال هلته ژوند نه کوي. د دې هیوادونو بشپړ لیست دلته وګورئ.
  • بې سرپرسته کوچنيان د شخصي سپانسرشپ لپاره وړ نه دي. ټول ماشومان چې عمرونه یې د 18 کلونو څخه کم وي باید د دوی د والدينو يا قانوني سرپرست سره یوځای سپانسر شي. دا قانون د ماشومانو د ساتنې لپاره ځای پر ځای شوی دی.
خبرداری: د متحده ایالاتو د کډوالو د داخلیدو په پروګرام کې ګډون، په شمول د Welcome Corps له لارې، دا ټول خدمات وړیا وي. تاسو اړتیا نه لرئ چې په دې برنامه کې د غوښتني لپاره پیسې ورکړئ. که يو څوک په دې برنامه کې ستاسو د داخلولو لپاره له تاسو څخه د پيسو يا بل څه غوښتنه وکړي، نو پوه شئ چې دا يوه درغلي ده. کوم فرد یا ډله چې دا کار کوي په اړه يې دغه برېښناليک ته راپور ورکړئ [email protected].

زه څنګه یو شخصي سپانسر پیدا کړم؟

د کډوالو لپاره، د شخصي سپانسر موندل یو مستقیم بهیر نه دی. د دې لپاره چې د یو داسي سپانسر سره يوځای شئ چې تاسو یې نه پیژنئ، نو تاسو باید لومړی په متحده ایالاتو کې د کډوالو د داخلې پروګرام له لارې د بیا میشتیدنې لپاره ومنل شئ. که تاسو ته د سپانسر کیدو اجازه درکړل شي، تاسو ته به ستاسو د بیا میشتیدنې د ملاتړ په مرکز کې د کارمندانو لخوا خبر درکړل شي.

هیڅوک نه شي کولای په برنامه کې د ځانګړي شموليت په اړه تاسو ته تضمین درکړي یا مو مرسته وکړي. ټول کډوال باید د متحده ایالاتو د کډوالو د داخلیدو رسمي پروګرام ته لاړ شي او د متحده ایالاتو د حکومت لخوا تصویب شي.

ایا داسي څوک چې زه يې پیژنم ما سپانسر کولای شي؟

هو، خو په دې اړه بايد ستاسو سپانسر ددې غوښتنه وکړي. که تاسو په متحده ایالاتو کې یو څوک پیژنئ چې ستاسو سپانسر کولو ته لیوال دی، دوی کولای شي د معرفي کېدو له لارې ستاسو د ملاتړ يا سپانسر کولو غوښتنه وکړي. دوی باید د ملاتړ يا سپانسر ګروپ کیدو لپاره د غوښتنلیک شرايط پوره کړي. دوی باید په خپل غوښتنلیک کې د کورنۍ د ټولو غړو په اړه معلومات چمتو کړي. دا معلومات به د متحده ایالاتو د حکومت لخوا ستاسو د کډوالۍ د قضیې اړوند پریکړي کولو لپاره کارول کیږي. په دې اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.

که زه سپانسر شم، نو د څه شي تمه کولای شم؟

په متحده ایالاتو کې د سپانسر شوي کډوال په توګه به تاسو د هستوګنځي موندلو او هغه لومړنيو توکو لپاره مرسته ترلاسه کړئ چې تاسو ورته اړتیا لرئ. تاسو کولای شئ دولتي مرستي او امتيازات هم ترلاسه کړئ. په دې کې روغتیایی پاملرنه، ستاسو د ماشومانو لپاره ښوونځی، د کار موندلو کې مرسته او نور خدمات شامل دي ترڅو د ځای پرځای کېدو چاري اسانه شي.

سپانسر شوي کډوال به متحده ایالاتو ته د عمومي پروسې له لارې د ځای پرځای شويو کډوالو په پرتله ژر نه راځي. ټول کډوال چې متحده ایالاتو ته ننوځي د يو ډول پروسې له شرايطو څخه تیریږي.

د سپانسرشپ نور پروګرامونه څه دي؟

د سپانسرشپ اړوند نور شته پروګرامونه دادي:

دا دوه پروګرامونه په دې پاڼه کې د ذکر شويو برنامو په پرتله بېل مقررات لري.

په متحده ایالاتو کې د سپانسرانو لپاره معلومات

د شخصي سپانسر کونکي شرايط څه دي؟

د شخصي سپانسر کونکي لپاره، تاسو باید:

  1. یو امریکایی تبعه یا د متحده ايالاتو دایمي اوسیدونکی ياست.
  2. لږترلږه د پنځو غړو یوه ډله جوړه کړئ.
  3. هغه ځای ته نږدې ژوند وکړئ چې هلته کډوال میشتېږي.
  4. د خپل شالید اړوند معاينات مو بشپړ کړي وي او د اړوند طرزالعمل سره موافقه وکړئ.
  5. د کډوالو لپاره د مرستې تفصيلي پلان چمتو کړئ.

زه څنګه کولای شم چې شخصي سپانسر کونکی شم؟

د Welcome Corps له لارې غوښتنه وکړئ. تاسو بايد د ملاتړ يا سپانسر يو ګروپ جوړ کړئ او ځینې شرايط پوره کړئ لکه د شالید معاینه کول او د کډوالو لپاره د ملاتړ پلان چمتو کول.

سپانسر يا ملاتړ کونکی کولای شي پر یو وخت یواځي یو غوښتنلیک وسپاري. یو واحد غوښتنلیک کېدای شي د یو فرد یا يوې کورنۍ لپاره وي.

ایا زه کولای شم د ځانګړي شخص د سپانسر غوښتنه وکړم؟

هو، تاسو کولای شئ د هغه ځانګړي کډوال یا کډوالي کورنۍ د سپانسر انتخاب وکړئ چې تاسو يې لا له وړاندي پیژنئ. تاسو باید د معرفي کولو لپاره Welcome Corps ته غوښتنليک وسپارئ او د هغه چا په اړه معلومات چمتو کړئ چې تاسو یې سپانسر کول غواړئ.

خوندیتوب

Welcome Corps ځيني اقدامات لري ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې پروسه خوندي ده. ټول شخصي ملاتړي يا سپانسران د شالید معاينې يا چيکونه لري او باید د چلند سخت اصول تعقیب کړي. کډوال د رسمي ارزونې له پروسو څخه تیریږي چې په دې کې پراخې مرکې، د متحده ایالاتو د ادارو لخوا امنیتي معاینات او روغتیايي معاینات شامل دي.

کډوال باید په دې پوه وي چې دې پروګرام ته د لاسرسي لپاره دوی مکلف نه دي چې پیسې ورکړي، کار وکړي يا داسي سيمي ته ولاړ شي چې بل چاته نږدې وي. که چېري دا ډول غوښتني کېږي، بايد په اړه يې سمدستي Welcome Corps ته ددغه برېښناليک له لاري راپور ورکړل شي [email protected].


ددې پاڼي معلومات له Welcome Corps, Community Sponsorship Hub, ECDC, نورو باوري سرچینو څخه په لاس راځي. زموږ موخه داده چې د پوهاوي لپاره اسانه معلومات وړاندې کړو چې په منظم ډول تازه کیږي. دا معلومات قانوني مشوره نه ده.

شریکول