Information on vaccinations for immigrants

په اپریل 17، 2024باندې تازه شوی دی
د ډاکټرانو لخوا د وړاندیز شويو واکسینونو په اړه معلومات ترلاسه کړئ او دا چې څنګه دا واکسينونه ترلاسه کړئ. د کډوالو لپاره د واکسینونو په اړه معلومات ترلاسه کړئ.

واکسین څه شی دی؟

واکسینونه عموما هغه ډوزونه دي چې ستاسو سره مرسته کوي چې بدن مو د ناروغۍ پر وړاندي مبارزې ته چمتووالی ونيسي، چې تاسو ناروغ نه شئ. واکسین ستاسو سره د ساري ناروغیو لکه کويډ-19 او زکام په ساتنه کې مرسته کوي.

که چيري هر څوک واکسین شي، نو بيا د ناروغیو خپریدل سخت او ګران وي. دې ته عمومي معافیت ویل کیږي. آن که تاسو ناروغ هم شئ، واکسین مو د جدي ناروغۍ مخه نیسي.

Vaccines contain weakened or inactive parts of a particular virus, bacteria, or similar antigens that trigger the body’s immune response. All vaccines are tested to make sure they are safe and effective.

ځینې واکسینونه کېدای شي لږ جانبي عوارض رامینځته کړي. په دې عوارضو کې کېدای شي د انجیکشن يا ستني لګولو په ځای کې درد یا پاړسوب او د ټیټي درجې تبه راشي. دا عوارض په درملو باندي تداوي کېږي او په څو ورځو کې له مينځه ځي. واکسینونه په څو اونۍ وخت نیسي چې کار پيل کړي.

What are boosters?

بوسټر يا تقويتي ډز د واکسین اضافي ډوزونه دي چې تاسو يې د خپل لومړني واکسین د بشپړولو وروسته ترلاسه کوئ. ځینې واکسینونه بوسټر يا تقويتي ډوز ته اړتیا لري ترڅو تاسو د اوږدې مودې لپاره خوندي پاتي شئ. تازه واکسینونه او بوسټرونه اخيستل ستاسو سره مرسته کوي چې روغ پاتې شي او د ناروغۍ د خپریدو مخه ونیول شي.

(https://www.youtube.com/watch?v=sg716blcPr0)

Why vaccines matter

واکسین تاسو د ناروغۍ څخه ساتي او د ښوونځي یا کار څخه د پاتي کېدو مخه نيسي. دوی ستاسو کورنۍ او ملګرو ته د ناروغۍ د خپریدو مخه نیسي. واکسینونه په ځانګړې توګه د هغو خلګو لپاره مهم دي چې د جدي اختلاطاتو د پراختیا خطر يې لوړ وي. واکسین د جدي ناروغۍ او په روغتون کې د بستري کیدو خطر کموي.

When to get vaccinated

دا سپارښتنه کېږي چې د ژوند په هر پړاو کې بايد واکسین ولګول شي. ځيني واکسينونه هغه مهال خورا اغېزمن وي چې کله تاسو ځوان یاست او ځيني نور بيا کله چې ستاسو عمر ډېر شي. تاسو ممکن د خپلي روغتیا، ژوند، دندې یا سفر ته په کتو نورو واکسینونو ته اړتیا ولرئ.

دا چې ستاسو د عمر پراساس ستاسو لپاره کوم واکسین یا تقويتي ډوزونه وړاندیز کیږي، په اړه به يې ستاسو ډاکټر تاسو ته ووايي. ډاکټران د ماشومانو د واکسینولو لپاره یو ځانګړی مهالویش لري. دا چې ستاسو د ماشوم راتلونکي واکسین څه وخت دی، په اړه به يې ستاسو د ماشوم ډاکټر تاسو ته خبر درکړي.

Vaccine types

د دولتي قوانینو سره سم د ښوونځي، ورځنۍ پاملرنې او روغتیايي پاملرنې د کارمندانو لپاره ځینې واکسینونه اړین دي. دا معمولا د دغه مواردو لپاره وي:

  • نيوموکوکل او مينينگوکوکل (يو ډول ميکروب)
  • ډیپتیریا، تیتانوس او توره ټوخله
  • Haemophilus influenzae type b
  • Measles, mumps, and rubella
  • Varicella (chickenpox)
  • Hepatitis A and B
  • Rotavirus
  • Polio

دا سپارښتنه کیږي چې لویان او ماشومان دواړه بايد په منظمه توګه ځینې واکسینونه ترلاسه کړي، چې په دې کې لاندي واکسينونه هم شامل دي:

  • COVID-19 vaccine: Everyone 6 months and older is recommended to get an updated COVID-19 vaccine. The best place for information on COVID-19 is the CDC website.
  • Influenza (flu) vaccine: The flu shot is recommended for everyone 6 months and older every year. September and October are generally good times to be vaccinated against the flu. Learn more information about the flu vaccine.
  • Td or Tdap vaccine: preteens and adults should get a shot every 10 years to boost their immunity. Learn more about diphtheria, tetanus, and whooping cough.
که تاسو د ناروغۍ احساس کوئ، ښه خبره داده چې د فلو یا کويډ-19 لپاره معاینه وکړئ. که تاسو د یو داسي چا په شاوخوا کې یاست چې د هغه معاينه مثبته راختلې وي، هم بايد تاسو ځان معاینه کړئ.

د وړاندیز شويو واکسینونو په اړه نور معلومات په CDC.gov کې ومومئ:

د کډوالو لپاره د واکسین اړتیاوې

CDC د ماشومانو په ګډون ټول پناه غوښتني کډوال په دې مکلفوي چې طبي معاینه وکړي. که تاسو لاندي مورادو ته غوښتنليک سپارئ، نو باید دا ثبوت وړاندي کړئ چې تاسو اړین واکسینونه ترلاسه کړي:

  • An immigrant visa
  • Lawful permanent residence (Green Card)

If you do not have proof of the required vaccinations, the civil surgeon will give them to you at the exam. Fill out Form I-693 and take it with you to your medical exam. Bring a copy of all your vaccination records with you.

هغه کډوال چې په بل هیواد کې یې طبي معاینه کړې وي د امریکا متحده ایالاتو ته د رسیدو په صورت کې به بیا واکسین ترلاسه کولو ته اړتیا ونلري.

Find more information from USCIS about vaccination requirements for immigrants.

که تاسو په دې وروستیو کې متحده ایالاتو ته رسیدلي یاست، ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو وړاندیز شوي تازه واکسینونو بشپړ کړي دي. د لومړني پاملرنې ډاکټر سره د لیدو وخت تنظیم کړئ. دوی کولای شي ستاسو د واکسین ریکارډونه وګوري او که تاسو کوم مهم واکسینونه له لاسه ورکړي وي، په اړه به يې تاسو ته خبر درکړي.

Vaccine requirements for children

د ماشومانو لپاره د واکسین اړتیاوې د دولتي او خصوصي ښوونځیو او فعالیتونو لکه سپورت لپاره معیاري دي. کله چې تاسو خپل ماشوم شاملوئ، تاسو باید د دوی د واکسین کولو ثبوت وړاندي کړئ. ځینې ایالتونه ممکن د مذهبي دلايلونو له مخي له واکسين څخه معافیت ولري.

These requirements are in place to prevent outbreaks and make sure your child is learning in a safe environment. It is important to learn about your state and school rules.

Where to get vaccinated

واکسین پرته له دې چې د يو چا د کډوالۍ یا روغتیايي بیمې حالت په پام کې ونیول شي د هرچا لپاره شته. د کويډ-19 واکسین په وړيا توګه د هرچا لپاره شته. د بیمې په ډيرو پلانونونو کې د انفلوينزا واکسین لپاره پیسې ورکوي.

تاسو کولای شئ د خپل ډاکټر په دفتر کې واکسین ترلاسه کړئ. په ښوونځي، کار ځایونو او مذهبي مرکزونو کې ممکن وړيا واکسین ولګول شي. تاسو کولای شئ په ډیرو درملتونونو او د بیړنۍ پاملرنې په مرکزونو کې هم واکسین ترلاسه کړئ.

که تاسو روغتیايي بیمه نه لرئ، تاسو کولای شئ په ټولنېز روغتیايي مرکز یا د عامې روغتیا په ریاست کې په وړیا ډول یا په ټیټ لګښت د انلفويزنا واکسين ترلاسه کړئ.

تاسو ته نږدې د واکسین موقعيت موندلو لپاره:

  • vaccines.gov وپلټئ
  • -800-232-02331 ته زنګ ووهئ
  • خپل زيپ کوډ 438829 ته واستوئ

د واکسین کولو وروسته د خوندي پاتې کیدو لپاره لارښوونې

  • ماسک واغوندئ او په مکرر ډول خپل لاسونه ومینځئ ترڅو د ناروغۍ د خپریدو مخه ونیول شي.
  • د عادي واکسینونو لپاره د خپل لومړني پاملرنې چمتو کونکي سره وګورئ.
  • که تاسو د ناروغۍ احساس کوئ یا د داسي چا په شاوخوا کې یاست چې د انفلويزا یا کويډ-19 معاينه يې مثبته وي، نو تاسو هم ځان معاینه کړئ.

ددې پاڼي معلومات له CDC.gov, USCIS, او نورو باوري سرچینو څخه په لاس راغلی دي. زموږ موخه دا ده چې د پوهیدلو لپاره اسانه معلومات وړاندې کړو کوم چې په منظم ډول تازه کیږي. دا معلومات حقوقي مشوره نه ده.