شریکول

د مېرمنو له روغتیايي ډاکټر سره په لیدنه کې د کومو کارونو تمه کېدای شي

ښځې په منظم ډول په متحده ایالاتو کې د خپلي روغتیايي معاینې لپاره ډاکټر ته مراجعه کوي. د ښځو روغتیايي ملاقاتونه د نورو معایناتو په پرتله توپیر لري. په دې ځان پوه کړئ چې دلته د څه شي تمه کېږي او خپل حقونه درک کړئ. دا زده کړئ چې څنګه ځان چمتو کړئ او پر کومو شیانو تاسو بحث کولای شئ.


له ډاکټر سره د مېرمنو د روغتيا اړوند لیدنه څو ډوله ده؟

د مېرمنو لپاره له روغتیايي ډاکټر سره د لیدنې مهم ډولونه په لاندې ډول دي:

  1. د سالمې-مېرمنې لیدنه – دا لیدنه ستاسو له ډاکټر سره په کال کې يوځل ترسره کیږي او د دې لپاره کیږي چې تاسو په دې ډاډه شئ چې روغه یاست او له ډاکټر سره خپلي روغتیايي اندېښنې شريکي کړئ. دې ته “کلنۍ” لیدنه هم ويل کېږي ځکه دا په کال کې یو ځل ترسره کیږي. دا لیدنه د ښځینه ناروغیو/نسايي ولادي یا د کورنۍ له ډاکټر سره ترسره کیږي.
  2. OB/GYN لیدنه – OB د زیږون په معنا دی او په امېندوارۍ پورې اړوند لیدنه ده. Gyn د ښځینه ناروغیو په معنا ده دا لیدنه د مېرمنو د هغه روغتیايي اندیښنو د اورېدو لپاره ده چې د امېندوارۍ سره تړاو نه لري. خو يو ډاکټر دا دواړه خدمات وړاندې کوي. د OB او GYN ليدنو ته د ob/gyn لیدنې هم ویل کیږي.

تاسو حق لرئ چې

د یوه ناروغ په توګه، تاسو د روغتیايي پاملرنې د ترلاسه کولو پر مهال حقوق لرئ. دلته مو درې مهم حقوق شته:

  • تاسو کولی شئ د ښځینه یا نارینه ډاکټر غوښتنه وکړئ . په متحده ایالاتو کې ښځینه او نارینه ډاکټران دواړه شته چې د ښځو په روغتیايي برخه کې کار کوي. تاسو کولی شئ د خپلي خوښي مطابق همېشه د ښځینه ډاکټر غوښتنه هم وکړئ. که تاسو غواړئ چې ښځینه ډاکټره مو وګوري، نو د لیدنې د وخت ټاکلو پر مهال د ښځينه ډاکټرې غوښتنه وکړئ.
  • له ډاکټر سره د ټولو روغتیايي لیدنو لپاره تاسو د ژباړونکي د غوښتلو قانوني حق لرئ. ځان ډاډه کړئ چې له ډاکټر سره د ليدني د وخت ټاکلو پر مهال يا د لیدنې څخه لږ وړاندي د ژباړونکي غوښتنه وکړئ. ځینې وختونه یو کلینیک نه شي کولی په شخصي توګه یو ژباړونکی پيدا کړي، په دې صورت کې کېدای شي د تلیفون له لاري يو ژباړونکي درته وګمارل شي. که له ډاکټر سره ستاسو د ليدني لپاره هېڅ ژباړونکی موجود نه وي، نو تاسو کولی شئ د لیدنې د وخت د بیا ځل برابرولو غوښتنه وکړئ.
    • که تاسو غواړئ چې يوه ښځينه ژباړونکې دې ستاسو لپاره ژباړه وکړي، نو مهرباني وکړئ د لیدنې د وخت ټاکلو پر مهال ترې ددې غوښتنه وکړئ.
  • ستاسو معلومات محرم دي. ټول هغه معلومات چې تاسو يې له خپل ډاکټر سره شریکوئ او هغه معلومات چې دوی يې تاسو ته درکوي محرم او خوندي دي. یواځې هغه کسان کولی شي چې ستاسو روغتیايي معلومات وګوري چې ستاسو له لوري ومنل شي. روغتیايي ژباړونکی هم اړ دی چې د لیدنې پر مهال شریک شوي ټول معلومات محرم او خوندي وساتي.

د ډاکټر سره په ليدنه کې د کومو کارونو تمه کېدای شئ

پوهېږو چې له ډاکټر سره د مېرمنو روغتیايي لیدنې ډېرې اړينې دي ترڅو تاسو په روغتيايي برخه کې د خوندیتوب او آرامۍ احساس وکړئ.

له ډاکټر سره د لیدنې برابرول

مخکې له مخکې زنګ ووهئ او د ډاکټر سره د لیدو وخت وټاکئ. که تاسو ډاکټر نه لرئ، د خپلې روغتیايي بیمې شرکت ته زنګ ووهئ او له هغوی څخه سپارښتنه وغواړئ. دوی کولی شي تاسو ته ستاسو په سیمه کې د ډاکټرانو لېست درکړي، او تاسو ته به داهم ووایي چې کوم څوک شته چې ستاسو په ژبه خبري کولی شي، او دا هم چې نارینه دی که ښځینه.

که تاسو روغتیايي بیمه نه لرئ، کولی شئ په انټرنېټ کې د خپلي سیمي ډاکټران ولتوئ یا له هغو کسانو څخه پوښتنه وکړئ چې تاسو یې پیژنئ.

نوم ولیکئ او انتظار وکړئ

کله چې تاسو کلینیک ته ورسیږئ، د معلوماتو په څانګه کې به نوم ليکنه وکړئ. که چېرې دا ستاسو لومړی ځل وي چې د ډاکټر دفتر يا کلينيک ته راغلي ياست، نو له تاسو څخه به ستاسو نوم وپوښتل شي او يوه فورمه به درکړل شي چې بايد ډکه يې کړئ.

که تاسو په انګليسي خبري نه کوئ، کولی شئ د ښه راغلاست مسؤول شخص ته دا جمله وواياست “نو انګليش” او خپل هغه کارت چې ستاسو معلومات پکې ليکل شوي ورته وښاياست، په دې سره به هغه له ډاکټر سره ستاسو د لیدنې معلومات وکړي. دا ښه نظر دی چې د کاغذ پر يوه ټوټه دا جمله وليکل شي چې”I need an interpreter in [دلته خپله ژبه اضافه کړئ].” معنا دا چې زه یوه ژباړونکي ته اړتیا لرم”.

کله چې مو د کاغذ کار بشپړ شي، تاسو به په انتظارخونه کې کښېنئ او انتظار وکړئ.

ستاسو نوم به واخېستل شي

یو روغتیايي مرستيال شخص (MA) به ستاسو نوم واخلي او تاسو به د معاينې خونې ته بوځي. تاسو کولی شئ چې په خپله هم د معاينې خونې ته ولاړ شئ. ستاسو خاوند یا بل څوک اړتیا نه لري چې له تاسو سره ولاړ شي، البته که تاسو وغواړئ نو کولی شي. دوی به په انتظار خونه کې انتظار کوي.

مهرباني وکړئ په دې ځان پوه کړئ چې د کرونا د محدودیتونو له امله ډېری ډاکټران یواځې ناروغ ته اجازه ورکوي چې معاينه خانې ته ورشي.

نمونه اخېستل او حیاتي نښې

MA يا روغتیايي مرستيال به ستاسو حیاتي نښې واخلي او کوم درمل چې تاسو یې اوس کاروئ هغه به هم وګوري. په حیاتي نښو کې کېدای شي وزن، لوړوالی، د وینې فشار، د زړه ضربان، د بدن تودوخه، او د اکسیجن اخيستنه شامله وي.

له امېندواره مېرمنو څخه کېدای شي د لیدنې په پيل کې د تشناب په یوه پیاله کې د متیازو کولو غوښتنه وشي ترڅو د همدې میتیازو له مخې د پښتورګو او مثانې ککړتیاوې، د اوبو کموالی، د شکر لوړوالی او نوري اندازې او کچې چې د امېندوارو ښځو د روغتيايي ستونزو د تشخيص لپاره کارول کېږي معلومې شي.

هغه پوښتنې چې روغتيايي مرستيال یا ډاکټر يې کېدای شي له تاسو څخه وکړي.

روغتيايي مرستيال به وپوښتي چې تاسو ولې کلینیک ته راغلي یاست. تاسو کولی شئ دوی ته د خپلې پوښتنې یا روغتيايي اندیښنې په هکله لنډه تشریح ورکړئ.

نرس یا ډاکټر کېدای شي ستاسو د روغتيايي مخيني په اړه هم پوښتنه وکړي. دلته ځینې هغه پوښتني دي چې کېدای شي دوی يې له تاسو څخه وکړي:

  • ستاسو د کورنۍ روغتيايي مخينه يا مخکینی حالت څه ډول دی؟
  • ستاسو د میاشتنۍ دورې وروستۍ نیټه کومه ده؟
  • څو ځلي امېندواره شوي ياست؟
  • ایا تاسو له کوم شي سره حساسيت لرئ؟
  • ایا تاسو کومه جراحي (عملیات) کړی دی؟
  • ستاسو د جنسي اړيکو مخينه څه ډول ده؟
  • ایا تاسو د جنسي اړيکو له لاري د کومې لیږدېدونکې ناروغۍ لپاره معاینه شوي ياست؟
  • ایا تاسو سګريټ یا الکول څښئ؟

دا مهمه ده چې ستاسو بايد په ځوابونو کې ريښتيني اوسئ. ستاسو ريښتینولي به له ډاکټر سره دا مرسته وکړي چې تاسو سم تشخیص کړي او درملنه مو وکړي.

له ډاکټر سره لیدنه

ډاکټر به درته دروازه وټکوي چې د معاينې خوني ته راشئ. تاسو کولی شئ د خپلو نښو نښانو، پوښتنو او روغتيايي اندېښنو په هکله ډاکټر ته ډېر معلومات ورکړئ. له ډاکټر څخه د پوښتنو لپاره د خپلو پوښتنو يو لېست جوړ کړئ ترڅو د لیدنې پر مهال مو هېري نه شي.

ډېری ډاکټران لومړی له تاسو سره د ناروغۍ په هکله خبرې کوي او وروسته مو فزیکي معاینه ترسره کوي.

روغتیايي معاينه په ټولو لیدنو کې نه وي. د بېلګې په توګه، هغه لیدنه چې د اولاد د زېږولو د کنترول اړوند وي، ښايي معاينې ته اړتیا ونه لري.

د کونغپ (تر نوم/نس لاندي برخې) د معاينې لپاره چمتوالی

که چېرې د کونغپ معاینې ته اړتیا وي، ډاکټر به له خونې څخه بهر ووځي ترڅو تاسو په ډاډه زړه په شخصي توګه خپلي جامې وباسئ. کېدای شي له تاسو څخه دا غوښتنه وشي چې تر نامه لاندي (ننه جامې) هم وباسئ. تاسو ته به یو ټوکر یا کاغذ درکړل شي چې د خپل بدن کښتنۍ برخه پرې پټه کړئ.

په ځینو حالاتو کې کېدای شي له تاسو څخه وغوښتل شي چې په بشپړه توګه خپلي جامې وباسئ او داسې جامې واغوندئ چې مخ یا شاته پرانيستل کېږي. دا زیاتره هغه وخت کیږي چې کله د سینې او کونغپ معاینې ته اړتیا وي.

د ډاډ لپاره به ډاکټر دروازه وټکوي ترڅو ډاډه شي چې تاسو چمتو یاست. بیا به ډاکټر او نرس د معاينې خونې ته ننوځي.

ځيني وختونه کېدای شي روغتيايي مرستيال له تاسو څخه وغواړي چې ډاکټر ته له ورتګ مخکې مو خپلي جامې وباسئ، خو دا په هغه صورت کې چې دوی ډاډه وي چې تاسو بايد معاينه شئ. که تاسو په دې سره ځان آرام او ډاډه نه احساسوئ، کولی شئ “نه” ووایاست او روغتیايي مرستیال ته ووایاست چې تاسو غواړئ لومړی له ډاکټر سره خبرې وکړئ.

که ستاسو ډاکټر ښځینه وي یا نارینه وي، تاسو هېڅکله مجبور نه ياست چې د ښځینه روغتیا د معاینې لپاره يواځي ورشئ. تاسو هروخت کولی شئ چې د یو بل داسي شخص غوښتنه وکړئ چې ستاسو سره په خونه کې پاتي شي او ستاسو مرسته وکړي. دا شخص کېدای شي د کورنۍ یو باوري غړی وي، ستاسو ملګری وي یا هم په کلینیک کې دننه يو بل روغتیایی کارکوونکی وي.

د معاينې پرمهال، زیاتره په کتنځي کې نرس وي.

تاسو کولی شئ یو ژباړونکی ولرئ

يو ژباړونکی کېدای شي په کتنځي کې پاتي شي يا پاتي نه شي، دا په تاسو پوري اړه لري چې څنګه خپل ځان ارام او احساسوئ. که تاسو غواړئ چې ژباړونکی په خونه کې پاتې شي، کولی شئ له دوی څخه وغواړئ چې د شخصي خوندیتوب په موخه د معاينې په جریان کې بايد هغه تاسو ته شاته در وګرځوي او مخ دېوال ته واړوي.

د کونغپ معاینه

د معاينې لپاره به تاسو پر مېز پر شا لوري پرېوځئ او خپلي پښې به پر ګژدمک (د پښو ايښودلو ځانګړي ځايونو) باندې کېږدئ او ځنګنونه به سره پرانیزئ. ستاسو پر خپلو پښو او کونغپ بیا هم پرده هواره وي. او ډاکټر به ستاسو پښو ته نږدې د معاينې د میز په وروستۍ برخه کې ناست وي.

ډاکټر باید د معاينې د پروسې له لارې ستاسو سره خبري وکړي او دا درته تشریح کړي چې دوی څه کوي. د بېلګې په توګه، مخکې له دې چې دوی تاسو لمس کړي، کېدای شي درته ووايي چې “تاسو به اوس زما لاسونه احساس کړئ” دا په دې چې تاسو د حیرانتیا احساس و نه کړئ. ډاکټر به تل د دا ډول معايناتو لپاره دستکشې اغوندي.

ځینې معاينات یواځي د لاسونو په واسطه ترسره کیږي، چیرې چې یوه یا دوې ګوتې په مهبل کې د ننه کیږي او بیا ډاکټر ستاسو د بدن په باندنۍ برخه کې ستاسو د کونغپ پر شاوخوا فشار راوړي ترڅو ارګانونه (لکه رحم، تخمدان او مثانه) احساس کړي.

ځینې معاينات په مهبل کې د سپکولم (د رحم د کتنې آله) ځای پرځای کولو ته اړتیا لري. سپیکولم یوه اوږده، نازکه آله ده چې د مرغۍ د مشوکي په څېر لوړه او کښته ټوټې لري، چې کېدای شي له فلزي توکو یا پلاستيک څخه جوړه شوې وي. سپکولم (د رحم د کتنې آله) په بند حالت کې د ننه کیږي او بيا ورو ورو د مهبل دننه پرانیستل کیږي ترڅو د مهبل د ننه برخه او رحم په ښه توګه وليدل شي. د دې لپاره چې سپيکولم (د رحم د کتنې آله) په اسانه سره ننوځي نو دغوړولو لپاره يې جیل هم کارول کیږي، او په ډېری روغتیايي مرکزونو کې د اسانه ننوتلو لپاره دا آله ګرمېږي.

د سپيکولم معاينات د څو دلايلو له امله اړين وي. یو معمولي دلیل دادی چې په دې سره د رحم شاوخوا معاينه کېږي، کله چې دا آله د رحم شاوخوا ګوري په دې باندي د رحم د سرطان تشخيص کېږي.

که تاسو په دې نه پوهیږئ چې ډاکټر څه کوي یا ولې دوی ستاسو د بدن یوه برخه لمس کوي، تاسو کولی شئ له دوی څخه غوښتنه وکړئ چې دوی څه کوي او ولي يې کوي دا ټول بايد تاسو ته تشریح کړي.

که تاسو د معاینې په اوږدو کې د درد احساس وکړئ، کولی شئ له ډاکټر څخه وغواړئ چې معاینه ودروي.

که تاسو د خپلي میاشتنۍ ناروغۍ په اوږدو کې د کونغپ معاینه وکړئ، څه خبره نه ده. په هر حال، خو که له تاسو څخه ډېره وینه بهېږي یا د کولمو له درد څخه کړېږئ نو دا به کېدای شي ستاسو لپاره ستونزمنه وي.

د بدن وېښتان چې هرڅومره وي پروا نه کوي. تر نامه لاندي ویښتان طبیعي دي. د بدن پر ځانګړو برخو د ویښتانو په اړه د شرم احساس مه کوئ. تاسو دې ته اړتيا نه لرئ چې له ډاکټر سره د لیدنې وړاندي خپل د بدن وېښتان پاک کړئ. دا کار اړین نه دی او د کونغپ د معاينې پر مهال د ډاکټر د کار مخه نه نيسي.

د سینې روغتیايي معاینه

دا معاينات زیاتره د کلنۍ معاینې برخه وي. ډاکټر یا نرس به ستاسو سینه په سترګو معاينه کړي او ستاسو سینه، تر اوږې لاندي ساحه او ستاسو د سینو شاوخوا هډوکي (د ټټر هډوکي) به په لاس لمس کړي، ترڅو معلومه کړي چي کوم بدلون يا پړسوب خو نه لري. دا معاينات د دې لپاره ترسره کیږي چې له مخې یې مخکې له مخکې د سینې د سرطان احتمالي نښې وموندل شي.

روغتیايي کارپوهان د 25 کلنو او ډېر عمر لرونکو مېرمنو لپاره د سینې د روغتيايي معايناتو (CBE) سپارښتنه کوي.

له ډاکټر سره د امېندواره مېرمنو لیدنې

که تاسو امېندواره یاست، کېدای شي د لومړیو 6 څخه تر 7 میاشتو پورې له ډاکټر سره میاشتنۍ لیدنې ولرئ. وروسته به بیا دا لیدنه په هرو دوو اوونیو کې يوځل وي او د امېندوارۍ په وروستۍ موده کې په هره اوونۍ کې يو ځل وي. ځینې امېندوارې مېرمني د “لوړ خطر” په کچه کې وي او کېدای شي له ډاکټر سره ګڼ شمېر لیدنو ته اړتیا ولري.

د معاينې وروسته

کله چې معاینه بشپړه شي، ډاکټر به له تاسو سره د هغه څه په اړه خبرې وکړي چې هغې لیدلي دي او په دې هکله به درسره وغږیږي چې د روغتيايي پاملرني لپاره بايد تاسو کوم کارونه ترسره کړئ. ځینې وختونه کېدای شي ډاکټر تاسو ته د تشخیص په هکله معلومات درکړي، خو ځینې وختونه بيا نورو معايناتو ته هم اړتیا وي.

که چېرې تاسو د دوی په خبرو پوه نه شئ په ډاډه توګه پوښتنې وکړئ او د يوشي د بیا تکرار غوښتنه ترې وکړئ. که غواړئ چې اړونده معلومات وروسته هم وګورئ، تاسو کولی شئ چې په لیکلي ډول د معلوماتو غوښتنه وکړئ.

نور موضوعات چې په هکله یې له خپل ډاکټر سره خبرې کولی شئ

د مېرمنو د روغتیايي لیدنې په لړ کې کولی شئ پر ځينو حساسو موضوعاتو باندي هم خبرې وشي.

اروايي روغتیا

په مېرمنو کې د وېرې، خپګان او نورې رواني روغتیايي ستونزي خورا ډېري دي. که تاسو د وېرې، خپګان، یا نورو رواني روغتیايي ستونزو سره مخ یاست، نو د مرستې غوښتنه کولی شئ. هېڅوک بايد په دې ونه شرمېږي او نه هم بايد وېره ولري چې د خپل ځان يا د کورنۍ د غړي لپاره د دا ډول روغتيايي ستونزو د درملني په لټه کې وي.

کورنی تاوتريخوالی

یو ډاکټر کېدای شي له تاسو دا وپوښتي چې ایا تاسو په خپل کور کې یا د خپلو دوستانو سره په اړیکه کې ځان خوندي احساسوئ. د هغه ښځو لپاره ډېري سرچينې او موارد شته چې د جنسي، فزيکي يا احساساتي تاوتريخوالي سره مخ وي. تاسو کولی شئ په دې هکله لهNational Domestic Violence Hotline ويب پاڼي څخه نوره مرسته ترلاسه کړئ.

حتی که ډاکټر په دې اړه له تاسو څخه پوښتنه هم ونه کړي تاسو خپله دا ورته تشريح کړئ، که تاسو په کور کې ځان ناامنه احساسوئ یا ستاسو سره ناوړه چلند کیږي، نو د مېرمنو د روغتیا له ډاکټر سره لیدنه یو ښه فرصت دی ترڅو د خپل ډاکټر سره دا موضوع مطرح کړئ او مرسته ترې وغواړئ.

د امېندوارۍ ختمول (زیان)

د امېندوارۍ ختمول، چې د زیان په نوم هم یادیږي، په متحده ایالاتو کې یوه جنجالي موضوع ده. زیان قانوني دی خو په دې اړه بېلابېل قوانين هم شته چې زیان ته لاسرسی محدودوي، دا قوانين هغه ايالت ته په کتو چې تاسو پکې اوسېږئ توپير لري.

کېدای شي ځینې ډاکټران په هر دليل چې وي دا موضوع د ښځینه ناروغیو یا نسايي ولادي د هرې لیدنې پر مهال راپورته کړي. دا په متحده ایالاتو کې د مېرمنو د روغتیايي پاملرنې اړوند د بحث یوه عادي موضوع ده. که تاسو د زیان په اړه بحث کولو کې ځان آرام نه احساسوئ، کولی شئ له ډاکټر څخه وغواړئ چې په دې اړه درسره ونه غږېږي.

که تاسو غواړئ چې د زیان په اړه معلومات ترلاسه کړئ او یو ډاکټر په دې اړه د خبرو کولو څخه ډډه وکړي، کولی شئ د بل کلینیک یا ډاکټر سره په دې هکله خبرې وکړئ. د ماشوم د زیان ملي فدراسون په دې اړه د تليفون يوه کرښه لري چې په بېلابېلو ژبو معلومات وړاندي کوي، تاسو کولی شئ چې له هغوی څخه مرسته وغواړئ. تاسو کولی شئ چې هغوۍ ته په 9100-772-800-1 شمېره زنګ ووهئ.


ددې پاڼي معلومات له medical professionals نورو باوري سرچینو څخه په لاس راځي. زموږ موخه داده چې د پوهاوي لپاره اسانه معلومات وړاندې کړو چې په منظم ډول تازه کیږي. دا معلومات قانوني مشوره نه ده.

شریکول