شریکول

څرنګه کولی شئ چې د USCIS له وسایلو او سرچینو څخه کار واخلئ

USCIS ډیری وسیلې او سرچینې چمتو کوي ترڅو ستاسو سره د کډوالۍ د امتيازاتو اړوند چارو کې د پوهیدو او غوښتني کولو په برخه کې مرسته وکړي. د غوښتنلیکونو د دوسيه بندۍ لپاره د USCIS حساب جوړولو په طريقه ځان پوه کړئ. د USCIS په ویبپاڼه کې د مالوماتو او سرچینو موندلو لپاره لارښوونې ترلاسه کړئ.


USCIS.gov د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدماتو رسمي وېب پاڼه ده. USCIS د متحده ایالاتو د کورني امنیت د وزارت يوه برخه ده. په ګڼ شمېر وېب پاڼو کې د USCIS اړوند معلومات شته. غوره داده چې خپله له USCIS.gov وېب پاڼې څخه لیدنه وکړئ ترڅو ترلاسه شوي معلومات تائید کړئ.

تاسو د USCIS له لارې لاندې معلومات او خدمات ترلاسه کولی شئ: 

  • د کډوالۍ د امتيازاتو لپاره غوښتنلیکونه چې په دې کې د پناه غوښتنه، بشردوستانه اقامه او ګرين کارټ هم شامل دی. ټولې فورمې رسمي او وړیا دي. 
  • د پروسو په اړه خبرتیاوي لکه د افغانانو لپاره د بشردوستانه اقامې د بيا غوښتنليک د سپارلو پروسه. 
  • د کډوالۍ د تګلارو په اړه تازه معلومات لکه Title 42 او DACA.
په لټونګر (براوزر) کې د ويب پاڼي د آدرس برخه وګورئ ترڅو ډاډه شئ چې تاسو د USCIS رسمي ویب پاڼي ته مراجعه کوئ. د رسمي دولتي ویب پاڼې د آدرس په وروستۍ برخه يا پای کې gov. شتون لري. د قلف نښه (🔒 ) په دې معنا ده چې ستاسو انټرنېټي اړیکه خوندي ده.

څرنګه کولی شئ uscis.gov وېب پاڼه وپلټئ

  • په پورتنۍ برخه کې د لټون له هغې برخې څخه کار واخلئ چې “search our site” پکې لیکل شوي وي
  • د یوې ځانګړې پاڼې یا موضوع د موندلو لپاره شاخص ته ورشئ  
  • د لغتونو ذخیره وګورئ ترڅو پیداکړئ چې اړونده اصطلاح څه معنا لري 
  • myUSCIS ته ننوځئ ترڅو خپله د کډوالۍ قضیه مدیریت او تعقیب کړئ 

یو انلاین حساب جوړ کړئ 

USCIS وړاندیز کوي چې تاسو د انلاین فورمو د ډکولو لپاره يو وړیا انلاین حساب جوړ کړئ. د برېښنالیک له لارې د انلاین فورمو ډکول د پوستي صندوق له لارې کاغذي غوښتنلیک د سپارلو په پرتله اسانه او چټک دي. تاسو کولی شئ یو غوښتنلیک راپیل کړئ او وروسته یې بشپړ کړئ. په انلاين نوم ليکنه کې به ستاسو معلومات هماغسي خوندي وي لکه څنګه چې تاسو پرې ايښي وي.

په انلاین ډول د فورمې ډکول کولی شي د عمومي تېروتنو، لکه د بېلګې په توګه په کاغذي غوښتنلیک د خپل لاسلیک د هېرېدو په مخنيوي کې له تاسو سره مرسته وکړي. دې ته ورته ګڼ شمېر کوچنۍ تېروتنې کولی شي په خپلسري ډول ستاسو د غوښتنلیک د ردېدو سبب شي. که تاسو په انلاین ډول فورمې ډکوئ، نو تاسو ته به معلومات درکول کېږي چې کومه برخه مو هېره کړې ده. په انلاين بڼه چې ترڅو تاسو خپل غوښتنليک نه وي بشپړ کړی تر هغه وخته نه شئ کولی انلاين غوښتنلیک وسپارئ. 

د myUSCIS د یوه حساب لپاره نوم لیکنه وکړئ

دا چې د USCIS انلاین حساب څنګه جوړ کړئ، په اړه يې لارښوونې په دغه ویډیو کې وګورئ. دا ويډيو په دری (Dari) او پښتو (Pashto) ژبو کې هم شته. 

(https://www.youtube.com/watch?v=c_5YDNyMJ30&feature=youtu.be)

د یوه حساب د جوړولو پړاوونه:

  1. د USCIS د حساب جوړولو پاڼې ته ولاړ شئ.
  2. د انلاین حساب جوړولو لپاره د ځان ثبتولو په توګه خپل برېښنالیک پته دننه کړئ. تاسو ته به ټول اړونده برېښنالیکونه په همدې پته لېږل کیږي. 
  3. خپل حساب تایید کړئ. د تاييدۍ لپاره به تاسو د برېښناليک له لاري يو لینک ترلاسه کړئ ترڅو ستاسو د بریښنالیک پته ترې تایید شي. د کارولو اړوند شرایطو د کتلو لپاره لاندي برخې ته ولاړ شئ او په “I agree” باندې کلېک وکړئ.
  4. یو پاسورډ جوړ کړئ چې لږترلږه 8 توري وي. 
  5. د دوه پړاویزې تاییدۍ اړوند یو میتود انتخاب کړئ. تاسو به د اپلیکیشن، ليکلي پېغام یا بریښنالیک له لارې يو کوډ ترلاسه کړئ. دا ستاسو د حساب اړوند معلوماتو په ساتلو او خوندیتوب کې مرسته کوي.
  6. د خوندیتوب اړوند پنځه پوښتنې ځواب کړئ. دا پوښتني هغه وخت ستاسو د هویت په تصدیقولو کې مرسته کوي چې غواړئ خپل پټنوم يا پاسورډ بیا تنظیم کړئ. 
  7. د خپل حساب ډول وټاکئ: “زه د یو غوښتنلیک سپارونکی، شکايت کونکی یا د غوښتنې کوونکی یم.”

سرچینې او وسایل پیداکړئ 

کلیدي سرچینې

USCIS د کډوالۍ د مهمو برخو په اړه معلومات لري:

معلومات
سرچینه
په 35 ژبو کې بېلابېل موضوعات لري. د ژبې، منځپانګې او موضوع له مخې معلومات ولټوئ.
د کډوالو د بیا میشتیدنې، پناه غوښتنې، لنډمهاله خونديتوب، بشردوستانه اقامې، د انساني قاچاق او نورو جرمي پېښو د قربانیانو لپاره د غوښتنلیک سپارل.
د وړتیا شرایط او څرنګه کولی شئ ورته غوښتنلیک وسپارئ.
په متحده ایالاتو کې د کار کولو شرايط او ویزې
خپلوانو ته بلنه ورکول ترڅو له تاسو سره په متحده ایالاتو کې یوځای شي.
د تابعيت اخېستو پروسه او د زده کړې اړوند توکي.
د کډوالۍ اړوند درغلیو د مخنیوي لپاره لارښوونې.

ګټوري سرچينې

USCIS یو شمېر داسي سرچينې لري چې له تاسو سره ستاسو د کډوالۍ په قضیه کې مرسته کوي.

معلومات
سرچينه
د غوښتنلیک له سپارلو وړاندې او وروسته د کډوالۍ د بېلابېلو امتيازاتو اړوند غوښتنلیک پروسې. په هسپانوي، چينايي او ويتنامي ژبو کې هم د لاسرسي وړ دي. 
د کډوالۍ اختیارونه او وړتیا وګورئ.
خپل myUSCIS حساب ته د ننوتو له لارې یو غوښتنلیک وسپارئ.
معلومه کړئ چې تاسو باید USCIS ته څومره پیسې ورکړئ.
د خپل رسید د شمېرې په کارولو سره د خپلي کډوالۍ د غوښتنلیک وضعیت تعقیب کړئ.
د کډوالۍ فورمې او د دفتري ځایونو لپاره د پروسس اټکل شوي وختونه وګورئ.
له کډي کولو څخه وروسته د 10 ورځو په ترڅ کې خپله پته په انلاین بڼه تازه کړئ.
خپل MyUSCIS حساب ته ننوځئ ترڅو خپله د کار کولو وړتیا معلومه کړئ.
د USCIS ساحوي دفترونه، د پناه غوښتنې دفترونه او نړیوال دفترونه پیداکړئ.
د ګرين کارټ د غوښتونکو لپاره د کډوالۍ اړوند طبي معايناتو د ترسره کولو لپاره یو ډاکټر پیداکړئ.
داسې قانوني مشوره ورکوونکي پیداکړئ چې د کډوالۍ په چارو کې د مرستي کولو اجازه ولري.
د ګرين کارټ غوښتونکو لپاره د ویزې شته امکانات وګورئ.

انلاین او سيمه یيز مراسم

USCIS د کډوالۍ د برنامو او تګلارو په اړه د معلوماتو د شریکولو لپاره حضوري او انلاین مراسم تنظیموي. خپلې سيمي ته نږدې د راتلونکو مراسمو لپاره نوم ليکنه وکړئ. 

له USCIS سره اړیکه نيول

تاسو کولی شئ له USCIS سره په بېلابېلو لارو اړيکه ونيسئ. USCIS وړاندیز کوي چې تاسو د تلیفون کولو وړاندې لومړی هڅه وکړئ د دوی انلاین سرچيني وګورئ. 

  • له دوشنبې څخه تر جمعې ورځي د سهار له 8 بجو څخه تر ماسختن 8 بجو پورې 800.375.5283 (TTY 800-767-1833) شمېرې ته زنګ ووهئ ترڅو له یو استازي سره خبرې وکړئ. که تاسو له متحده ایالاتو څخه د باندې یاست، نو کولی شئ 3418-620-212 شمېرې ته زنګ ووهئ. د عمومي پوښتنو لپاره هم کولی شئ 24 ساعته په اتومات ډول له دغې شمېرې څخه مرسته وغواړئ.
  • که تاسو د خپلې قضیې په اړه پوښتنې لرئ، یا د ملاقات لپاره د استوګنې ځای ته اړتیا لرئ، نو یو آنلاین غوښتنلیک وسپارئ.
  • د USCIS د خدماتو په اړه د معلوماتو لپاره Emma ته چې په غیر حضوري بڼه د USCIS مرستیاله ده، د لیکلو په بڼه خبرې وکړئ. تاسو کولی شئ په انګلیسي او هسپانوي دواړو ژبو ورسره په لیکلي بڼه خبرې وکړئ.
  • په حضوري ډول د مرستې د ترلاسه کولو په موخه د ملاقات لپاره يو وخت وټاکئ. د غوښتنې لپاره خپل myUSCIS حساب ته ننوځئ. تاسو کولی شئ د اړيکو مرکز ته هم زنګ ووهئ ترڅو د ملاقات غوښتنه وکړئ. 

له USCIS څخه تازه معلومات ترلاسه کړئ

د برېښنالیک له لارې د تازه معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره نوم لیکنه وکړئ. د کډوالۍ د پروسې په اړه د نورو تازه معلوماتو لپاره په دې ټولنیزو شبکو کې USCIS@ تعقیب کړئ. 

lawyer reviewing information
د هر ډول مهاجرت درغلۍ څخه ډډه وکړئ

پوه شئ چې څنګه د نوټریو او جعلي ویب پاڼو څخه ځان وساتئ. زده کړئ چې څه وکړئ که تاسو د درغلۍ قرباني شوي یاست.

نور زده کړئ

ددې پاڼي معلومات له USCIS نورو باوري سرچینو څخه په لاس راځي. زموږ موخه داده چې د پوهاوي لپاره اسانه معلومات وړاندې کړو چې په منظم ډول تازه کیږي. دا معلومات قانوني مشوره نه ده.

شریکول